هند د برتانوي ورځپاڼې «دي ګارډین» هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې پکې دا تور لګېدلی چې هندوستان د خپلې پراخې تګلارې په ترڅ کې ترهګرۍ د ختمولو لپاره په پاکستان کې "هدفي وژنې" کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د هند د غیرعدالتي او له پولې پورې غاړې د وژنو نیټورک یو "نړیوال رجحان" دی او وایي دې ته باید ګډ نړیوال جواب وویل شي.
د ډان د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان پر خاوره د پاکستاني وګړو وژل د هند له خوا د هېواد د خپلواکۍ او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د ګارډین رپوټ بې بنیاده بللی او رد کړی یې دی ځکه چې وایي دا یې د هېواد د بدنامولو یوه هڅه ده.
ګارډین د اپرېل پر څلورمه په خپل رپوټ کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جې شنکر د هغه بیان حواله ورکړې چې پکې هغه ویلي په نورو ملکونو کې هدفي وژنې د هند د بهرنۍ تګلارې برخه نه ده.
د ایس جې شنکر دا تردید د ګارډین په همدې رپوټ کې شامل دی چې پکې تور لګېدلی او وایي په ۲۰۱۹م کال کې چې د پلوامه په برید کې ۴۰ کسان و وژل شول هندوستان استخباراتي ادارې «را» له هغه وروسته ۲۰ هدفي وژنې کړې دی.
په رپوټ کې له پاکستانه د تر لاسه شویو ثبوتونو په ګډون د هندوستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د کارکوونکو د مرکو حواله هم ورکړل شوې ده.
د یوه هندي چارواکي له نوم نه ښکاره کولو پرته د هغه په حواله دعوه شوې چې استخباراتي ادارې «را» له اسرایلي استخباراتي ادارې «موساد» او روسي استخباراتي ادارې «کې جي بي» څخه الهام یا اثر اخیستی، چې د هغه په وینا دغه ادارې هم له خپلو ملکونو بهر هدفي وژنې کوي. په رپوټ کې په 2018م کال کې په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې حواله هم ورکړل شوې ده.
په نوي ډیلي کې یو دفاعي څېړونکی مخکینی لیفټیننټ جنرل شنکر پرساد د ګارډین رپوټ په بشپړه توګه بې بنیاده او پروپیګنډه بللی او وایي د دې رپوټ مقصد نړیواله ټوله ګمراه کول دي.
شنکر پرساد وي او اې ته وویل د هند حکومت نه مخکې داسې څه پلان درلود، نه یې اوس لري او نه به یې په راتلونکي کې ولري چې په نورو ملکونو کې خلک په هدفي توګه و وژني:
"هندوستان ته هیڅ اړتیا نه شته چې داسې په پټه نورو ملکونو ته ننوځي او هلته عملیات وکړي، که ورته اړتیا شوه نو په ښکاره به یې اعلان وکړي".
شنکر پرساد د رپوټ دا دعوه هم رد کړی چې ګواکې د دواړو هېوادونو له استخباراتي کارکوونکو سره د خبرو په بنیاد جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا پاکستان خپله له ترهګرۍ، له تحریک طالبان پاکستان، له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو او افغانستانه پرېشانه دی او هره ورځ یې د ترهګرۍ له لاسه خلک وژل کیږي، وایي پاکستان چې کوم تخم کرلی اوس یې رېبي.
د نوي ډیلي یوې نشریاتي ادارې «سي این این نیوز 18» هم په خپل رپوټ کې له موضوع د خبرو سرچینو په حواله ویلي که د ګارډین بې بنیاده دی، سرچینو دعوه کړې چې د هدفي وژنو دا پېښې د پاکستان استخباراتي ادارې کړي دي.
پاکستان د هند دا تورونه په وار وار په کلکه رد کړي چې ګوندې د هند په خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو پر هند یې تورونه لګولي چې په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. هند بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د رپوټونو له مخې په تېرو په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې تر دوه درځنه زیات هغه مشکوک ترهګر په هدفي توګه وژل شوي دي چې هندوستان ته ورپسې لټه کوله یعنې ورته مطلوب وو.
رپوټونه وایي دغه وژل شوي کسان له مذهبي توندروه تنظیمونو لشکرِ طیبه، حزب المجاهدین، جیشِ محمد او خالصتان تحریک سره تړاو لري.
د خالصتان کمانډو فورس (کې سي ایف) یو مشر جیت سینګ پنجوار د تېر 2023م کال په مې میاشت کې په لاهور ښار کې وژل شوی وو. د لشکرِ طیبه د ضیاء الرحمان او حافظ سعید نیژدې ملګری مفتي قیصر فاروق په ستمبر کې وژل شوی وو.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټري محمد سایرس سجاد قاضي په تېره فرورۍ میاشت کې په یوه خبري غونډه کې پر هندوستان باندې د دوو کسانو د وژنې تور پورې کړی وو او دا یې له عدالت پرته او له پولې پورې غاړه وژنې بللې وې.
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم تېر کال په پارلمان کې د وینا په مهال تور پورې کړی وو چې په هېواد کې یې د یو خپلواکي غوښتونکی سیک مشر هردیپ سینګ نجر په وژنه کې د هند د لاس لرلو پاخه ثبوتونه شته. نجر د کېنېډا د وینکوور په ښار کې په ډزو وژل شوی وو.
هند د نجر په وژنه کې د لاس لرلو تور په کلکه رد کړی او له کېنېډا یې د ثبوتونو غوښتنه کړې وه. له هغه وروسته د هند او کېنېډا اړیکې ښې نه دي.
یادونه:- د رپوټ زیات مواد له وي او اې اردو ژباړل شوي دي.
Forum