لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي پاېلټ ابهينندن هندي چارواکو ته حواله کړی شو


د هندوستان د هوایي پوځ پاېلټ ونګ کمانډر ابهينندن یو څو شېبې وړاندې د پاکستان او هندوستان په واهګه پوله هندي چارواکو ته حواله کړی شو.

د ابهينندن هندوستان ته حواله کولو فیصله تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پارلیمان ګډې غونډې ته د وینا په وخت کړې وه.

د تیرو دوو ورځو راهسې په پاکستان کې قید ابهينندن هندوستان ته د حواله کولو په وخت په واهګه پوله د ګڼ شمیر چارواکي او امنیتي عسکر هم موجود وو.

د هندي پاېلټ د حواله کولو وروسته د هندي چارواکو لخوا په یو لنډ بیان کې ویل شوي ٫٫ ونګ کمانډر ابهينندن مونږ ته حواله کړی شو. اوس به نوموړی د طبعي یا صححي معاېنې لپاره لیږل کیږي.٬٬

د پاکستان خارجه وزارت هم په یو لنډ بیان کې د هندي پاېلټ هندوستان ته د حواله کولو پخلی کړی. د بیان تر مخه یاد هندي پاېلټ د فرورۍ په ۲۷مه نېټه د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر کې د یو هندي جهاز غورځیدو وروسته نیول شوی وو. بیان وايي چې د قید په وخت کې د هندي پاېلټ د نړیوال قانون لاندې پوره احترام او خیال ساتل شوی دی.

دغه هندی پایلټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغی چې میگ ٢١ ډوله جنگي الوتکه یې وویشتل شوه او د کنټرول لاین پورې غاړې د پاکستان اختیار لاندې سیمه کې رانسکوره شوه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG