لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان په مني پور سيمه کې دوو ښځو سره اجتماعي جنسي زیاتي احتجاجونه راپارولي


د منی پور د پېښې په ضد د هندوستان سرښار نوي دلي کې مظاهرې شوي دي
د منی پور د پېښې په ضد د هندوستان سرښار نوي دلي کې مظاهرې شوي دي

د هند په مني پور ايالت کې د يوې قبيلې او مذهب خلکو د بلې قبيلې او مذهب منونکو دوو ښځو نه جامې ويستلي، بې لباسه يې ګرځولي او په مبينه توګه ورسره يې په پټو کې اجتماعي جنسي زياتی کړی.

د ښځو ويډيو هم خؤره کړل شوې چې د هند وزير اعظم نرېندرا مودي، د سپريم کورټ او د يو شمېر خلکو او تنظيمونو قهرجن ردعمل يې راپارولی او ښځو سره په زیاتې کې ککړو خلکو ته يې د سختو سزا ګانو غوښتنې کړي.

په هند کې د پېښې وروستو احتجاجونه پيل شوي او اپوزيشن ګوندونو د وزير اعظم نرېندرا مودي نه د استعفا غوښتنه کړې.

وزيراعظم مودي په يوه وينا کې د پېښې غندنه کړې او وايي “زما زړه د درد او غصې نه ډک دی. د مني پور د لوڼو سره شوی زياتی به کلههېر نه کړو او نه به ککړ خلک پرېږدو”.

مودي ويلي دا پېښه د يو ارب څلويښت کروړه هنديانو د پاره د شرم خبره ده او د ټولو ايالاتونو وزير اعلاګانو ته يې په خپلو حکومتونو کې ښځو ته د تحفظ ورکولو امر کړی.

د هند د اين ډي ټي وي د خبر مطابق په مني پور کې د ميتي او کوکي قبيلو ترمنځ نسلي کرکه روانه ده او دا پېښه په څلورم می شوې خوويډيو يې اوس خؤره کړل شوې.

په دې نسلي کرکه کې تر اوسه 120 تنه وژل شوي او په زرګونو کورنۍ کډوالې شوي. بې عزته کړل شوې ښځې د کوکي قبيلې دي چېعيسايان دي او د ميتي قبيلې اکثريت هندوان دي چې د ايالت د ابادۍ اکثريت دی.

د ښځو په بې عزتۍ د هېواد د سپريم کورټ چيف جسټس ډي وايي چندراچند هم غبرګون ښودلی او دا يې د قانون ساتونکو يوه غټه ناکامي او د نه زغملو عمل بللی.

د مني پور پوليس وايي د پېښې مهم ملزم دوه دېرش کلن هيراداس يې نيولی او د ايالت وزير اعلا اين بيرن سينګھ ويلي چې ملزم ته دمرګ سزا په ورکولو غور کيږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اردو څانګې د رپورټ اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG