لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزیراعظم د اوکرين ولسمشر ته د امن په خبرو کې خپل ملاتړ اعلان کړی



د هند حکومت لخوا د ټيليفوني خبرو په اړه په يو بيان کې ويل شوي مودي په کلکه تکرار کړې چې د فوري جنګ بندۍ غږ به کوي او زياته کړې يې ده چې دواړه خواوې دې خبرو اترو ته کيني او د سفارتي لارو چارو دې خپل اختلافونه ختم کړي
د هند حکومت لخوا د ټيليفوني خبرو په اړه په يو بيان کې ويل شوي مودي په کلکه تکرار کړې چې د فوري جنګ بندۍ غږ به کوي او زياته کړې يې ده چې دواړه خواوې دې خبرو اترو ته کيني او د سفارتي لارو چارو دې خپل اختلافونه ختم کړي

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي په ټيليفون خبرې کړي چې مودي ورته د زېلېنسکي په غوښتنه د امن د خبرو ملاتړ څرګند کړی. زېلېنسکي د امن په معاهده کې د هند مرسته غوښتلې.

زېلېنسکي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “ما د نرېندرا مودي سره په فون خبرې وکړې او د جي ټونټي د غونډې د کامياب صدارت دعا مې ورته وکړه. هم دا پليټ فارم و چې ما پرې د خپل امن فارمولې اعلان وکړو او اوس هند ته سترګې په لار يم چې په خپل شرکت دا عملي کړي”.


هند د اقتصادي ډلې جي ټونټي مشري چې پاڼۍ په پاڼۍ بدليږي د ډسمبر د وړومبۍ نېټې نه اخستلې او تر يو کال پورې به يې صدارت کوي.

زېلېنسکي تېره مياشت په انډونيشيا کې د جې ټونټي انلاين غونډې ته وينا کړې وه او خپله لس شرطيزه امن فارموله يې ورته د عملي کولو د پاره وړاندې کړې وه.

د اوکرين ولسمشر غوښتنه کړې وه چې روسي ځواکونه دې د اوکرين نه اوځي او د هېواد د خاورې تماميت دې يې خوندي شي او ويلي يې وو دا وخت دی چې جنګ بس شي.

د هند حکومت لخوا د ټيليفوني خبرو په اړه په يو بيان کې ويل شوي مودي په کلکه تکرار کړې چې د فوري جنګ بندۍ غږ به کوي او زياته کړې يې ده چې دواړه خواوې دې خبرو اترو ته کيني او د سفارتي لارو چارو دې خپل اختلافونه ختم کړي.

په بيان کې ويلي شوي هندي ولسمشر زېلېنسکي خپل ملاتړ څرګند کړی چې د امن د پاره به يې کوي او ويلي يې دي هند ژمن دی چې په دوامداره توګه د اوکرين د متاثره شوو خلکو سره بشري مرستې روانې وساتي.

د بيان تر مخه ولسمشر مودي د هند لخوا د جي ټونټي د صدارت اهداف او لومړيتوبونه واضحه کړي چې به پکې د ترقي پزير هېوادونو مشکلاتو ته کتنه کيږي او دا به په خاصه توګه خوراک او توانيۍ د کمي په برخه کې وي.

د مودي او زېلېنسکي خبرې د روس د ولسمشر ولاډيمير پوټين سره د مودي د ټيليفوني رابطې لس ورځې وروستو شوي چې پکې هند د روس نه هم د خبرو اترو او سفارتي هلو ځلو د لارې د شخړې د حل موندلو غوښتنه شوې وه.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسرېچا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG