لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي ځواکونو په جګړه کې د کمیونیسټ ګوند 29 ماویسټ باغیان وژلي دي


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د هند پولیس وایي په مرکزي چتیس ګړ ایالت کې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه 29 ماویسټ باغیان په جګړه کې وژلي دي. د هند سرحدي ځواکونه (بي ایس ایف) وایي په نښته کې د هندي کمیونیسټ ګوند دوه مهم مشران هم وژل شوي دي.

پولیس په وروستیو کلونو کې په جګړو کې دا د ماو پلوه باغیانو د وژنې تر ټولو لویه پېښه ګڼي.

پولیس چارواکي وایي د سه شنبې- نهې په ورځ یې په سیمه کې د ماویسټانو د موجودیت په اړه خبر تر لاسه کړ او پر هغوی یې برید پیل کړ چې د هغوی په جوابي برید سره د جګړې سبب شو او په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو درې غړي هم ټپیان شول.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د پېښې له ځایه یې یو شمېر وسلې او ګوله بارود هم تر لاسه کړي دي، په بیان کې ویل شوي "له نښتې وروسته په سیمه کې د پلټنې په مهال د 29 ماویسټانو مړي وموندل شول".

دا پېښه په هند کې تر انتخاباتو څو ورځې مخکې شوې چې پکې نریندرا مودي په درېیم ځل د وزیراعظم جوړېدو هڅه کوي.

د ماو پلوه باغیانو او هندي ځواکونو تر منځ تازه جګړه د سه شنبې- نهې په ورځ د چتیس ګړ ایالت په کنکیر ضلع کې شوې ده، چې پکې به د اپرېل پر 26مه د اوو پړاوونو په دویمه برخه کې انتخابات کیږي.

د کنکیر په ګاونډي باسټر ضلع کې به د راتلونکې جمعې په ورځ د لومړي پړاو ټاکنې کیږي او په دې ضلع کې ماویسټان په زور کې دي.

رسنیو تر اوسه د ماویسټ باغیانو یا د هند د ماوپلوه کمیونیسټ ګوند په حواله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه باغیان د چین پخواني مشر ماو زېتونګ ته منسوب کمیونیزم پلویان دي چې له څو لسیزو راهیسې په ځانګړې توګه په مرکزي او ختیځ هند کې د حکومت خلاف ګوریلا ډوله مبارزه کوي او دواړو خواوو ته وخت په وخت د جګړو او مرګ ژوبلې سبب کیږي.

ماو پلوه جنګیالي د هندوستان د غیرقانونه ګرځول شوي کمیونیسټ ګوند غړي دي چې د جګړې له لارې د اوسني نظام د پرځولو په لټه کې دي. دا ګوند او غړي یې د هند د حکومت په 2009م کال کې ترهګر اعلان کړي وو.

د هند ماویسټان وايي دوی د دې لپاره جنګیږي چې بې وزله هندي بزګرو او بې مځکې کارګرو ته د دوی پر مځکو باندې زیات واک ورکړل شي او په هغو کانونو کې لویه برخه ورکړل شي چې لویې کمپنۍ ترې ګټه اخلي.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د یکشنبې- اتوار په ورځ په چتیس ګړ کې د کمپاین پر مهال وویل، که د وزیراعظم مودي ګوند بي جې پي بیرته واک تر لاسه کړي ماو پلوه باغیان به په درو کلونو کې له دې ایالته ختم کړي.

یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG