لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎هندي ساينسدان د موټو (باجرې) داسې فصل تیار کړی چې د لوږې علاج ګڼل کېږي


پرل مېلېټ لا هيره موټ/باجره د هند او افريقا په کليوالو سيمو کې چرته چې قحط وي او د غذايت کمی دی هغه ضرورت پوره کوي
پرل مېلېټ لا هيره موټ/باجره د هند او افريقا په کليوالو سيمو کې چرته چې قحط وي او د غذايت کمی دی هغه ضرورت پوره کوي

نزدې لس کاله وړاندې د هند کروندګرو داسې فصل کرل پيل کړل چې فولاد (ايرن) او زېنک لري چې د وينې د کمي ښکار ښځو او ماشومانو د پاره يې خوړل ضروري وی. د کال 2018 نه د دې فصل کرونده افريقا ته هم غځېدلې ده.

اوس په ميلينونو خلک دا خوراک کوي چې د کم غذايت علاج دی او اوس دا نه ده چې څوک څومره خوراک کوي بلکې دا ده چې څه خوري.

پرل مېلېټ لا هيره موټ/باجره د هند او افريقا په کليوالو سيمو کې چرته چې قحط وي او د غذايت کمی دی هغه ضرورت پوره کوي.

دا هغه غله نه ده چې يواځې خېټه ډکوي خو د ويټامن او معدنياتو کمی پکې وي چې ورته پټه لوږه ويل کيږي بلکې د هغه خلکو خوراک دی چې ښه غذايت ته لاس رسی نه لري.

د حيدراباد يو زرعي ساينسدان مهالېنګم ګوېندراج وي او ای ته ويلي “د تېرو لسو کالو د غذايت لټون دا هيره موټ ايجاد کړي”.

ګوېندراج ته به د ورلډ فوډ پرايز فاونډيشن لخوا د شورو/چهارشنبې په ورځ د خپل تحقيق په ستاينه کې د نارمن اي بورلاګ جايزه ورکول کيږي.

ګوېندراج چې پخپله د يو زميدار ځوی دی په خپل ټبر کې وړومبی تن دی چې ګريجويشن يې کړی او په خپله خوښه يې په دې تحقيق لاس پورې کړي چې د زراعت په اړه پلټنې وکړي.

هغه وايي “د غذايت په اړه دا تحقيق زما د پاره ډېر د احساساتو ډک ګام و ځکه زما کورنۍ موټ کرل او زما پلار د شولو فصل کرلو ته واوړېد. خبره دا نه ده چې کوم روايتي خوراک دی بلکې دا ده چې غذايت په څه کې دی”.

هيره موټ په مشکله د هند او افريقا په باراني سيمو کې کرل کيږي خو د ګوېندراج تجربې هغه په دې پوهه کړو بايد هغه ګام پورته کړي چې زميدار څه غواړي.

هغه وايي “مونږ له دا پخلی کول ډېر اړين وو چې فصل ژر رارسي، پيداوار يې ډېر وي او د دانو رنګ يې ښکلی وي ګني زميدار به يې ونه کري”.

د ايرن ډک پرل مېلېټ تخم چې د دهانا شکتي په نوم ياد شوی په وړومبی ځل په مهاراشټرا ايالت کې زميدارو ته ورکړل شو او د تخمونو کمپنيانو په لاوډ سپيکرو کلي په کلي د دې تشهير وکړو.

د اندازو تر مخه د کال 2024 پورې به نزدې نهه ميلين خلک د موټ/باجره ډوډۍ خوري.

د دې خوراک ګټه دا ده چې 200 ګرامه موټ خوړل ښځو ته هغه 80 سلنه برخه اړين ايرن او ارزان غذايت ورکوي چې هره ورځ ورته حاجت لري. په هند کې 60 فیصد د پينځو کالو نه کم ماشومان او بلاربې ښځې د کم غذايت سره مخ دي .

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پارېشا د رپورټ نه اخیستل شوي دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG