لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د سپریم کورټ ججانو ویلي مسلمانانو ته د "قتل عام" د ګواښونو تحقیقات به کوي


نرېندره مودي
نرېندره مودي

د هندوستان د سپریم کورټ دریو ججانو (قاضیانو) ویلي په اتراکنډ ریاست کې د مسلمانانو د مبینه "قتل عام" په اړه د سخت دریځه هندوانو د ګواښونو تحقیقات به کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د هندوستان د سپریم کورټ ججانو دغه اعلان د عدالت د یو پخواني جج په خواست کړی چې پکې د هندو مذهب د یو شمېر مشرانو د محاکمه کېدو غوښتنه شوي ده.

د رپورټ ترمخه په خواست کې وېل شوي هندو مذهبي مشرانو په مبینه توګه د "مسلمانانو د قتل عام" غوښتنه کړې.

د رپورټ ترمخه د مسلمانانو په اړه دغه مبینه خبرې تېره میاشت د هندوانو په یوه مذهبي غونډه کې شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي په سوشل میډیا شریک شوی یو وډیو ښيي په غونډه کې یوه ښځه وايي که سل کسان عسکر جوړ شي او د دوی دوه مېلین کسان ووژني "مونږ به بریالي شوو" او هم په دې تکلاره "تاسو د سناتن دهرم د تحفظ جوګه کېدلی شئ." د رپورت ترمخه سناتن دهرم د هندو مذهب انتهايي شکل دی.

د هندوستان د عدالتي خبرونو وېب پاڼې "بار اېنډ بېنچ" ترمخه د سپریم کورټ پخوانۍ ججې انجانا پرکاش سپریم کورټ ته خپل خواست کې لیکلي چې دغه ډول ګواښونه نه یوازې د هندوستان یوالي ته خطر راولاړوي بلکې د هېواد د مېلینونو په شمېره کې د مسلمان شهریانو ژوندونه هم د خطر سره مخامخ کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د 2014 راهسې په اتراکنډ ریاست د وزیراعظم نرندره مودي د بهارتیا جنتا پارټي حکومت کوي او په نرندره مودي دا تنقید کېږي چې د مسلمانانو د نسل وژنې د غږ په ضد یې څه نه دي ویلي.

د وي او ای رپورټ وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ټوېټر ویلي د نرندره مودي خاموشۍ دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا بي جی پي (بهارتیا جنتا پارټي) د مسلمانو په اړه د دغې غوښتنې ملاتړ کوي؟

په هندوستان کې 190 مېلین مسلمانان دي چې د ملک د مجموعي یو اشاریه څلور بېلین ابادۍ څوارلس فیصد برخه ده.

د وي او ای رپورټ‌ وايي که څه هم د وزیراعظم نرېندره مودي بي جی پي پارټۍ په انتخاباتو کې واضحه اکثریت ترلاسه کړی دی خو بیا هم پې د اقلیتونو او په خصوصي توګه د مسلمانانو په ضد د مذهبي کرکې راپارولو تور پورې کېږي.

بي جی پي دا تورونه ردوي. په هندوستان کې د مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې خارجه وزارت د کال 2020 په خپل رپورټ کې ویلي په ورستي کلونو کې د هندوستان په بېلا بېلو برخو کې په شل هاو کسان چې زیاتره پکې مسلمانان دي د مذهبي اختلافاتو په بنیاد وژل شوي‌ دي. د هندوستان د قانون دلاندې د مذهب په بنیاد دښمني خپرول جرم دی او ککړ تن ته پې پېنځه کاله د قید سزا کېدلی شي.

یادونه: د دې رپورت دپاره د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه هم څه معلومات اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG