لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انډونیشیا کې د رالوېدلي جهاز بلېک باکسونه وموندل شول


د انډونېشیا د سمندري ځواکونو غواصان د رالوېدلي جهاز ځیني ټوټې له اوبو راباسي
د انډونېشیا د سمندري ځواکونو غواصان د رالوېدلي جهاز ځیني ټوټې له اوبو راباسي

د انډونېشیا د هوابازۍ اداره وایي چې هغو د شري ویجایا کمپنۍ د یو مسافروړونکي جهاز بلېک باکسونه پیدا کړي دي. دا الوتکه، چې دوه شپېته (۶۲) تنه په کې سپاره و، د خالي/شنبې په ورځ د سرښار جاکارټا له ائیرپورټ نه د الوتلو څو منېټه وروسته راولوېدله.

د انډونېشیا د ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې مشر سوېرجانټو ټېیاجانټو خبریالانو ته وویل چې بلېک باکسونه د اوبو په منځ کې موندل شوي، خو اوس به غواصان کوښښ کوي چې هغه د اوبو د لاندې نه راوباسي.

بلېک باکس د هوایي جهازونو هغه برخه ده چې په کې د جهاز د رالوېدلو هغه وروستۍ شېبې ریکارډ شوي وي او په اورېدلو سره یې دا معلومېدلی شي چې جهاز ولې لوېدلی و او پائېلټانو په ورستیو شېبو کې څه ویل.

د رالوېدلي جهاز د مسافرو د بدن ځیني ټوټې په اوبو کې پیدا شوي خو د پېژندلو ندي
د رالوېدلي جهاز د مسافرو د بدن ځیني ټوټې په اوبو کې پیدا شوي خو د پېژندلو ندي

مخکې تر دې د انډونېشیا چارواکو دا هم ویلي و چې د رالوېدلې الوتکې ټوټې یې هم موندلي دي. د جاکارټا په انټرنېنشل ائېرپورټ کې یو بېړنی مرکز هم پرانېستل شوی په کوم کې چې د رالوېدلي جهاز په اړه پلټنې کیږي. د یو شمېر مړه شویو مسافرو د بدن ټوټې هم چې پیدا شوي، دغه مرکز ته انتقال شوي او بیا د پولیسو هسپتال ته وړل شوي دي.

د جاکارټا د پولیسو ترجمان یُسري یونس وي او اې ته وویل چې دوی هیله من دي د مسافرو قریبان او رشته داران هلته هسپتال ته ورشي او د خپلو عزیزانو د بدن د ټوټو پېژندګلوي دپاره د ډي اېن اې ټېسټونه وکړي.

د ځینو مسافرو غم ځپلي رشته داران بېړني مرکز ته تللي او هلته په ژړا او واوېلا د خپلو عزیزانو د برخلیک معلومولو غوښتنه کوي.

چارواکو دا معلومه کړې ده چې جهاز د الوتلو نه څلور مېنېټه پس له ستونزې سره مخ شوې او د یو مېنېټ نه په کم وخت کې، د لس زره فټه نه زیاته رالوېدلې ده. تر اوسه د دې پېښې اصلې علت ندی معلوم.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG