لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اېچ او: په پاکستان کې په مېلینونو سېلاب ځپلي خلک د وبايي مرضونو د خطر سره مخامخ دي


د بېړني حالاتو دپاره د ډبلیو اېچ او علاقايي ډرېکټر رېچرډ برېنن وویل د عامه صحت خطرات مخ په زیاتېدو دي. هغه وویل د جولای د میاشت راهسې د پاکستان په ۳۲ سېلاب ځپلو ضلعو کې د ملېریا د ۵۴۰۰۰۰ کېسونه رپورټ شوي دي.
د بېړني حالاتو دپاره د ډبلیو اېچ او علاقايي ډرېکټر رېچرډ برېنن وویل د عامه صحت خطرات مخ په زیاتېدو دي. هغه وویل د جولای د میاشت راهسې د پاکستان په ۳۲ سېلاب ځپلو ضلعو کې د ملېریا د ۵۴۰۰۰۰ کېسونه رپورټ شوي دي.

د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنايزېشن چارواکو خبرداری کړی چې په پاکستان کې اته مېلین سېلاب ځپلي کسان د وبايي مرضونو او د خوراک د کمي په شان د صحت سنګینو خطراتو سره مخامخ دي.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم په پاکستان کې سېلابي اوبه او ښکته تللي دي خو په مېلینونو خلک د سېلاب د تباه کن اثراتو سره اوس هم مخامخ دي.

د ډبلیو اېچ او رپورټونه وايي په سېلاب ځپلو سیمو کې بېمارۍ عامې دي، د خوراک د کمي خطر وجود لري او اقتصادي صورتحال خراب شوی دی. په داسې حال کې چې د ژمي یخ شروع کېږي هغه خلک د خطر سره مخامخ دي چې سرپناه نه لري، ځان ګرم ساتلو دپاره خشاک ورسره نشته او دوایانو او د ضرورت د نورو شیانانو ورسره کمی دی.

د بېړني حالاتو دپاره د ډبلیو اېچ او علاقايي ډرېکټر رېچرډ برېنن وویل د عامه صحت خطرات مخ په زیاتېدو دي. هغه وویل بنیادي سهولتونو ته د نقصان، د سېلاب ولاړې اوبه او د صفايي د سهولتونو د فقدان له امله ماشي پېدا کېږي. هغه وویل د جولای د میاشت راهسې د پاکستان په ۳۲ سېلاب ځپلو ضلعو کې د ملېریا د ۵۴۰۰۰۰ کېسونه رپورټ شوي دي.

برېنن وویل د صحت په نورو خطراتو کې هېضه، ډينګي، خسره او نور مرضونه شامل دي. هغه وویل تر ټولو زیاته د تشویش خبره د پېنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو دپاره د غزایت کموالی دی. صفا اوبو او د صفای نظام ته لاس رسی محدود دی او خلک د کور د استعمال دپاره خيچنې اوبه استعمالوي. په حمل ښځې ماشوم د زېږدولو دپاره صفا او محفوظو خدماتو ته ضرورت لري.

د ډبلیو اېچ او چارواکي وویل سېلابونو د ۲۰۰۰ نه زیات هسپتالونو ته نقصان رسوولی او یا يې تباه کړي دي چې له امله يې د صحت سهولتونو ته لاس رسی مشکل شوی دی.

برېنن وویل په ځینو ځایون کې د غذایت دکمي شرح د ۱۰ فیصد نه هم زیاته ده. هغه وویل ډبلیو اېچ او په سېلاب ځپلو سیمو کې دغذایت کم پوره کولو دپاره ۱۶ مرکزونه جوړ کړي دي. هغه وویل د پاکستان صحت وزارت سره په همکارۍ به ۱۹ نور مرکزونه جوړوي.

برېنن چې څو هفتې وړاندې د پاکستان نه ستن شوی ويې وېل د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو او

په خاصه توګه په سند صوبه کې چې سېلابونو زیات نقصان کړی دی، د خلکو ضرورتونه انتهايي زیات دي. هغه وویل په نړیواله کچه د نورو بېړني حالاتو له امله د پاکستان د سېلاب تباهي د مطبوعاتو د رېډار پردې ته غورځېدلې ده.

برېنن وویل د پاکستان سېلاب ځپلو خلکو طبي امداد دپاره ډبلیو اېچ او ۸۱ مېلین ډالرو مالي مرستې ته ضرورت لري. هغه خبرداری وکړو چې که چېرې نړیوالې ټولنې کومک و نه کړو نو صورتحال نور هم خرابېدلی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات جنیوا نه د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG