لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تېرې يوې لسیزې شمېرې ښیي په پاکستان کې د بې اولادۍ په شرح کې اضافه کېږي


ډاکټران وايي د بې اولادۍ په صورت کې د عطايي ډاکټرانو او حکيمانو پرځای ښځې او خاوند دواړو ته مستند ډاکټر سره مشوره کول پکار دي
ډاکټران وايي د بې اولادۍ په صورت کې د عطايي ډاکټرانو او حکيمانو پرځای ښځې او خاوند دواړو ته مستند ډاکټر سره مشوره کول پکار دي

په پاکستان کې شمېرې ښښي چې د تېرې يوې لسيزې راهسې د بې اولادۍ په شرح کې پرله پسې زياتوالی کېږي او د د پاکستان د عامه روغتیا د یوې څیړنې له مخې، په هېواد کې کې قریباً 21 فيصده واده شوي خلک د بې اولادۍ د ستونزو سره مخامخ دي.

د صحت ماهرين وايي غېر معياري خوراکونه، د محنت مشقت کمې، د وجود غټېدل، شوګر او نورې ناروغۍ هغه علتونه دي چې د بې اولادۍ سبب جوړېږي.

ډاکټر حماسه ګل په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د ښځو د ناروغو ماهره ده، وايي "ژوند کې بدلون راتلو له وجې د وزن سېوا کېدو سره سره دا هارمونل مسلې ډېرې راغلي دي او جراثيم او انفېکشن چې کومو ښځو ته ووشي نو هغو ښځو ته د ټيوب مسله راځي او هغه د بې اولادۍ ښکار وي، په سړو کې چې مونږه کوم ټسټ وکړو او جراثيم کمزورې وي نو هغه ډېره مسله ده."

د پېښور رحمان مېډيکل انسټيټيوټ شایع کړي یو مضمون کې لیکلي چې د هېواد په کچه د بې اولادۍ په 37 فيصده پېښو کې نارينه عوامل، په 51 فيصده کې ښځينه عوامل او 12 فيصده معاملاتو کې نارينه او ښځينه دواړه عوامل لاس لري.

د نفسياتو ماهرين وايي که څه هم د اولاد نه کېدو سبب ښځه او خاوند دواړه کېدای شي خو بيا هم زیاته زمه وارې په ښځه اچول کېږي چې له امله يې زياتره مېرمنې د ذهني ناروغو سره مخامخ شي.

ډاکټر محمد مسلم خان په مردان مېډيکل کپلېکس کې د نفسياتي ناروغو ماهر دی، وايي په "عام طور باندې ډپرېشن کوم کې چې د ښځې د ژوند نه ذره بېزاره شي، دې نه علاوه يوه بله بيماري ده چې هغې ته مونږه انزائټي وايو په هغې مريض باندې ساډوبې راځي، وارخاتايي او بې سکوني راځي، نو د دې بېهوشۍ او د خفګان د دورو چې مونږه تفصيلي وجه ولټوو نو اکثر مونږه ته مخې ته راشي چې واده يې کالونه مخکې شوی او اولاد يې نشته دی."

ډاکټران وايي د بې اولادۍ په صورت کې د عطايي ډاکټرانو او حکيمانو پرځای ښځې او خاوند دواړو ته مستند ډاکټر سره مشوره کول پکار دي.

ډاکټر حماسه ګل وايي "چې کله دوی علاج شروع کوي نو د يو کال نه تر دوو کالو پورې دې قدرت ته صبر کوي چې په دې کې يې پخپله حمل ووشي، بيا پکار دا ده چې مستند ډاکټر ته لاړ شي چې اول يې د خاوند ټسټ وکړي او چې خاوند کې مسله نه وي بيا به د ښځې ته علاج شروع کول وي."

د صحت ماهرينو ترمخه د بې اولادۍ څخه د بچ کېدو لپاره مهم دي چې د جينکو پخپل وخت ودونه وشي، په خوراک کې سبزيانې او ميوې زياتې شامل کړی شي او نارينه او زنانه روزانه ورزش کوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG