امریکایي چارواکو روانه اوونۍ د ډونلډ ټرمپ د انتخابي کمپاین په لړ کې د ريپبلکن ګوند صدارتي کاندید (ډونلډ ټرمپ) ته د ایران لخوا د شوؤ ګواښونو په اړه معلومات ورکړي دي خو خبري شبکه اې پي وایي دا بریفنګ د تېر وخت د ګواښونو په اړه ؤ او د کوم نوي سازش خبره پکې نه ده شوې.
د امریکې سیکرټ سروس یا خفیه خدماتو په جولاي کې ټرمپ ته د مرګ د ګواښونو د خبر مخې ته له راتلو وروسته د هغه د تحفظ په اړه ګامونو کې اضافه کړې ده .
د نړیوالې خبري شبکې اې پي له مخې ایراني هیکرانو د ټرمپ د انتخابي کمپاین څخه ترلاسه شوي معلومات هم غلا کړي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د چهارشنبې- شورو په ورځ ویلي چارواکي د ټرمپ اؤ صدر جوباییډن په انتظامیه کې خدمات ورکوونکو یو شمیر چارواکو ته د ایران لخوا د شوؤ ګواښونو درک لګوي.
د اې پي د رپورټ له مخې په ټرمپ له شوؤ دوؤ بریدونو وروسته د هغه کمپاین یو حساس پړاؤ ته ننوتی دی اؤ هر څو که دا بریدونه د ایران سره تړل کیږي خو تر اوسه یې څه ثبوت مخې ته نه دی راغلی.
د ټرمپ مهم د سه شنبې په ورځ ویلي چې هغوي ته د ایران له لوري د ټرمپ د په نښه کولو د خطرو په اړه د ملي استخباراتو د ډایریکټر د دفتر له لوري بریفنګ یا احوال ورکړل شوی دی.
په یو بیان کې د مهم ویاند سټیون چیونګ ویلي په غونډه کې "د امریکې د بې ثباته کولو اؤ د اړي ګړي په هڅه کې د هغه د وژلو د حقیقي اؤ ځانګړو ګواښونو په اړه معلومات شامل دي"
په دې معامله د خبر یو امریکایي چارواکي له مخې استخباراتي چارواکو د ټرمپ د مهم په خواست دا بریفنګ ورکړی دی.
دغه چارواکي چې په ولسي کچه د خبرو کولو واک نه لري، ای پي ته ویلي چې په بریفنګ کې ټرمپ ته د پېښ کوم نوي ګواښ په اړه هیڅ وړاندیز شامل نه ؤ اؤ ځېنې معلومات چې د مهم لپاره وړاندې کړل شوي هغه د کلونو زاړه وؤ.
Forum