لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله د اډيو لیکس معامله کې د وزیراعظم د دفتر د ککړو دوؤ چارواکو پرضد دکارروایۍ پخلی کړی


رانا ثنالله ويلي زيات امکان دى چې دغه چارواکو د رقم په لالچ کې دا کار کړى وي او مرکزي وزیر په دې معامله کې د بهرملکي اىجنسۍ د سازش امکان هم رد کړى
رانا ثنالله ويلي زيات امکان دى چې دغه چارواکو د رقم په لالچ کې دا کار کړى وي او مرکزي وزیر په دې معامله کې د بهرملکي اىجنسۍ د سازش امکان هم رد کړى

د پاکستان دکورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله د حکومتي اؤ سیاسي مشرانو د اډيوګانو په خپریدو کې دککړتيا په تور د وزير اعظم د دفتر د عملې د دوؤ چارواکو په ضد د کاروایۍ پخلى کړى دی.

بل اړخ ته مرکزي کابينې د تحريک انصاف داحتجاجي لاريون په موقعه د امنيت پځاي ساتلو په غرض دکورنيو چارو وزارت لپاره د ٤١ کروړ روپو منظوري ورکړې ده.

د کورنيو چارو د وزارت په خواست تيره ورځ اقتصادي رابطه کميټۍ د احتجاجي لاريون يه اړه د٤١ کروړ روپو منظوري ورکړې وه.

د کورنيو چارو وزارت ترمخه دا رقم به د احتجاج په وخت د ٣٠زرو نه د زياتو امنيتي ځواکونو د خوراک،څښاک، استوګنې او امنيت پځاى ساتلو لپاره کارول کيږي.

دمطبوعاتي رپوټونو ترمخه د سه شنبى په ورځ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ دمرکزي کابينې غونډې هم د اقتصادي رابطه کميټۍ د پريکرو منظوري ورکړې ده.

د کورنيو چارو وزارت د استخباراتي ادارو د رپوټونو په اساس وايي پخوانى وزير اعظم د دولسم نه تر اوولسم اکتوبر څه وخت هم اسلام اباد ته مخه کولى شي.

عمران حان د مرکزي حکومت د استعفا او د نوؤ انتخابات د خپلو غوښتنو پسر يو ځلې بيا پايه تخت پله احتجاجي لاريون اعلان کړى دى.

مرکز کې واکمن يو شمير ګوندونو باندى ګډ اتحاد پي ډي ايم د عمران خان غوښتنې رد کړې دي.

د يو شخصي ټې وي سره خبرو کې د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله تکرار کړې دوي داسى انتظام کړى چې عمران خان به اسلام اباد کې قدم هم نه ږدي او رانا ثتالله آډيو ليکس سکيڼډل کې ککړ د وزير اعظم ددفتر د دوؤ چارواکو په ضد د کاروايۍ پخلى هم کړى دی.

رانا ثنالله ويلي زيات امکان دى چې دغه چارواکو د رقم په لالچ کې دا کار کړى وي او مرکزي وزیر په دې معامله کې د بهرملکي اىجنسۍ د سازش امکان هم رد کړى .

دې په وروستیو کې د وزيراعظم شهباز شريف اؤ د پخواني وزیراعظم عمران خان د خپلو ګوندونو د نزدې ملګرو سره دټیپ شوؤ خبرو په تولنیزو رسنیو له رسوا کیدو خبرو اترو ټيپ راتلو وروسته پوښتنې راولاړې شوي چې دا خبرې څوک ټيپ کوي اؤ بیا یې څوک په ټولنیزو رسنیو خپروي؟

پخوانی وزير اعظم په دې اړه پوځي استخباراتي ادارو پله ګوتې اوچتوي او عمران خان ددى په ضد عدالت ته د تللو اعلان کړى دى.

د دفاعي چارو څيړونکى ډاکټر حسن عسکري د آډيو ليکس په معامله د کورنيو چارو د وزير بيان نيمګړى بولي اؤ وي او اى ډيوه سره خبرو کې وایي که دا ومنل شي چې دغه دوه تنان ذمه واره دي نو سوال راوچتيږي چې دوي د چا په وپنا او د چا لپاره خبرې ريکارډ کړې وې او دا سپيناوى هم پکار دى چې دغو دوه چارواکو د ريکاډنګ دا جديد آلات څنګه اخستی وو؟

آډيو ليکس کې اوريدلى شي چې عمران خان د خپلو نيزدې ملګرو سره سلا کوي چې څنګه د هغه يعني عمران خان په ضد د بې باورى تحريک د امريکا سازش ثابت کړي؟

د امريکا حکومت څو وارې د عمران خان تورونه رد کړي او د پاکستان قامي سلامتيا کميټۍ هم د عمران خان دحکومت راغورځولو په شا دبهرني سازش امکان رد کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG