د جرمونو د نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمينل کورټ مشر وکیل یا څارنوال د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل هغه غواړي چې په غزه کې د جنګ په سر د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو، د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ، په غزه کې د حماس مشر یحیا السنوار او د حماس د دوو نورو مشرانو د ګرفتارۍ احکامات دې جاري کړی شي.
کریم خان په یو بیان کې وویل د هغه دفتر ګڼي چې نېټن یاهو او ګېلېنټ د جنګي جرمونو او د انسانيت خلاف جرمونو مجرمانه ذمه واري په غاړه لري چې لوږه د جنګ د طریقې په توګه استعمالوي او د ملکي کسانو خلاف د حملو رهنمايي کوي.
خان وویل د هغه د دفتر دریځ دی چې ملکي کسان د لوږې سره مخامخ کول د حماس د ختمولو او د حماس د ولکې نه ملکي یرغمالان د ازادولو د طریقې په توګه استعمالول کېږي او د غزه ملکی ابادۍ ته اجتماعي ځکه ورکول کېږي چې دا اسرایل ته خطر ګڼل کېږي.
د دې ترڅنګ، خان په خپل بیان کې وویل، السنوار، د حماس د عسکري څانګې مشر محمد دياب إبراهيم المصري او د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه هم د جنګي جنګ او د انسانیت خلاف جرمونو ذمه واري لري.
هغه وویل د حماس د مشرانو خلاف الزاماتو کې قتل، د جنګي جرم په څېر خلک یرغمال نیول، په زور جنسي فعل او جنسي تشدد او تشدد شامل دي.
کریم خان وویل د هغه د دفتر دا نظر دی چې د حماس دغو مشرانو د اکتوبر په اوومه نېټه د جرمونو منصوبه بندي او راپارونه کړې او د خپلو ګامونو دلارې، د یرغمالانو ته نیول کېدو وورسته په شخصي توګه ورغلي وو او په دغو جرمونو کې يې د خپلې ذمه وارۍ اعتراف کړی دی.
د اسرایل صدر ایزک هروزګ د کریم خان په اعلان د قهرجن ردعمل اظهار وکړو او ويې وېل دا ښيي چې د عدلیې نړیوال نظام د نسکورېدو د خطر سره مخامخ دی.
هغه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل د یو ترهګر تنظیم او په جمهوري توګه د منتخب حکومت موازنه کول چې د نړیوال قانون سره سم د خپلو شهریانو تحفظ کوي هېڅ چا دپاره د منلو وړ خبره نه ده.د اسرایل خارجه وزیر اسرایل کاټز هم د ايي سي سي د وکیل د اعلان غندنه وکړه.
په اېکس، پخواني ټوېټر، د امریکې سېنېټر لنډسی ګراهم هم د ايي سي سي په فېصله تنقید وکړو. هغه په اووم اکتوبر د حماس د قتل عام په جواب کې اسرایل د جدید تاریخ ترټولو منصفانه جنګ کوي. هغه وویل د ایي سي سي د څارنوال دا دریځ چې د ګرفتاریو خواست کوي خپل ځان کې یو تاریخي جرم دی چې اینده نسلونه به يې یاد ساتي.
حماس چې امریکې، برطانيې او ځینو نورو ملکونو ترهګر تنظیم ټاکلی دی، هم د ايي سي سي د وکیل د اعلان غندنه وکړه او په کریم خان يې الزام ولګولو چې مظلوم او اعدام کوونکی د یو بل سره برابروي. حماس د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل د اسرایل د اشغال د مسلح مزاحمت حق لري.
د انساني حقونو نړیوال تنظیم چارواکې بلقیس جراه د خان د فېصلې ستاینه وکړه او ويې وېل دا اصولي وړمبی ګام دی چې د هغو کسانو نه په یوه منصفانه مقدمه کې د تېرو څو میاشتو د جرمونو په اړه پوښتنې وشي.
د ايي سي سي څارنوال به د عدالت د دریو ججانو د ډلې نه د ګرفتارۍ د وارنټ جاري کولو غوښتنه کوي. د ګرفتارۍ حکم د جاري کولو نه وړاندې په دغه ډله د شواهدو کتنه کوي.
اسرایل د ايي سي سي غړی نه دی او که د نېټن یاهو او د ګېلېنټ د ګرفتارۍ احکامات جاري هم شي نو په سمدسي ډول يې په ضد د عدالتي اقداماتو خطر نشته.
Forum