لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: قبايلي ضلعو، ګلګت بلتستان او بلوچستان طالبعلمانو د انټرنېټ د نېشتوالي خلاف احتجاج کړی


ارشاد صافي وي او ای ډیوه ته وویل چې د اسلام اباد په مختلف یونیورسټیو کې د پخوانۍ فاټا خواوشا 25,000 طالبعلمان تعلیم ترلاسه کوي
ارشاد صافي وي او ای ډیوه ته وویل چې د اسلام اباد په مختلف یونیورسټیو کې د پخوانۍ فاټا خواوشا 25,000 طالبعلمان تعلیم ترلاسه کوي

په اسلام اباد کې د پریس کلب د ودانۍ مخې ته په اسلام اباد کې د مختلف یونیورسټیو یا پوهنتونونوکې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو، بلوچستان او ګلګت بلتستان طالبعلمانو د 3 جي او 4 جي انټرنېټ د اسانتیاو دپاره احتجاج کړی.

د پاکستان پیلپز پارټۍ سره تعلق لرونکی او پخوانی سینټر فرحت الله بابر هم په دغه احتجاج کې برخه اخیستی او وي او اې ډیوه ته یې وویل چې په قبایلي سیمو کې د انټرنېټ د نېشتوالي مسله ډیره زړه ده، خو د کرونا وبا له کبله چې تعلیم اوس په انټرنېټ کیږي نو د دغه سیمو خلک د انټرنېت نه محرومه دي او دوی دغلته د انټرنېټ اسانتیاوې غواړي، باید دغه مسله په پارلیمان کې را پورته کړې شي او ورباندې بحث وشي.

فرحت الله بابر وایي: ”دوی د نه غواړي چې قبایلي علاقې کې دې خلک راشي بهر، او قبایلي علاقو اواز یا هلته نه تصویرونه دې بهر لاړ شي، ځکه که د دوی اواز بهر ته لاړو، نو دنیا به خبر شي چې هلته څه کیږي“.

په دغه احتجاج کې د شمالي وزیرستان نه د صوبایي اسمبلۍ غړی نصیرالله خان وزیر هم ګډون وکړو او ډیوه ته یې وویل چې دوی کوښښ کوي چې زر تر زره دغه اسانتیاوی ورکړي او دوی جېز (د موبایل ټیلي فون شرکت) سره خبره هم کړی خوتراوسهټاور نه دي لګیدلي.


په دغه احتجاج کې ګډون کوونکي د خیبر پښتونخوا د مومندو قبایلي ضلع سره تعلق لرونکی ارشاد صافي چې د اسلام اباد په اقرا یونیورسټۍ کې تعلیم ترلاسه کوي وي او ای ډیوه ته وویل چې د اسلام اباد په مختلف یونیورسټیو کې د پخوانۍ فاټا خواوشا 25,000 طالبعلمان تعلیم ترلاسه کوي. هغه زیاتوي چې د کله نه د کرونا وبا راغلی نو دغه طالبعلمان خپلو سمیو ته تللي خو هغلته د انټرنېټ اسانتیاوې نېشته دي او دوی د تعلیم نه محروم دي.

ارشاد صافي وایي: ”هلته زمونږ په علاقو کې، په ټولو قبایلي ضلعو کې تري جي او فور جي نیټ ورک نېشته نو ځکه مونږ دا مطالبه وکړه مونږ انلاین کلاسونه نه شو اخیستې. مونږ ته دی تري جي او فور جي انټرنېټ بحال کړي“.

دغه ډول د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکی قمر بلوچ چې د انټرنېټ د اسانتیاو دپاره شوي احتجاج کې برخه اخیستی او د اسلام اباد نمل پوهنتون کې د انګریزۍ ادب طالب علم دی ډیوه ته وویل چې اسلام اباد نه یواځې د انلاین تعلیم دپاره راغلی ځکه چې تربت کې د انټرنیټ اسانتیاوی نېشته.

قمر بلوچ ډیوه ته وايي: ”د ریاست پالیسۍ د پنجاب په بنیاد جوړیږي او د هېواد وروسته پاتې سیمې اکثره په پام کې نه نیول کېږي، او د دغه پالیسو له کبله په دغه سیمو کې محرومي په سیوا کیدو ده“.

دا لومړی ځل نه دی چې د پخواني قبایلي سیمو ، ګلت بلتستان او د بلوچستان طالب علمان د انټرنیټ د اسانتیاو د بحالی دپاره احتجاج کوي ، دا مسله د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې هم راپورته شوې ده او اسمبلۍ د دې دپاره یوه ګډ قرارداد هم منظور کړی دی خو اوس هم دغلته د انټرنېټ اسانیتاوی شتون نه لري.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په لړ کې د مارچ میاشتې راهیسې تعلیمي ادارې تړل شوي او دغه ادارو انټرنېټ دلارې تعلیمي هلې ځلې پیل کړي دي.

په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ په حق کې احتجاج کوونکي وايي په داسې حال کې چې تعلیمي ادارو انټرنیټ دلارې زدکړې شروع کړي د قبایلي ضلعو طالب علمان انټرنېټ ته د رسايي نلرلو په سبب وروسته پاتې کیږي.

د کرونا وایرس د وبا له کبله په پاکستان کې تعلیمي ادارې تړلې شوې دي او اکثره پوهنتونونه انلاین درسونه ورکوي. پاکستان حکومت ویلي که حالت سم وو نو د سیپټمبر په میاشت کې به تعلیمي ادارې بیا پرانیزي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG