د مهاجرينو د خیر ښېگړې یو نړيوال سازمان ويلي د پاکستان نه د پناه او روزګار په لټه کې د مشرقي يورپ بيله بيلو هېوادونو ته د تلونکو په شميره کې د کال ٢٠١٦ راهسې اضافه لیدل کیږي.
د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د پاکستانیانو خارج ته د تگ په اړه د انټرنيشنل ارګنايزيشن فار مایگریشن رپورټ خپور کړی دی چې وايی په کال ٢٠١٦ کې د پنجاب څخه تلونکو ٧٢ فيصديوطن پريښودونکو نه په اټلي کې اختنې پوښتنې شوي او په کال ٢٠١٧ کې دغه شرح ٧٦ فيصدي وه چې پکې د خيبرپښتونخوا ، فاټا او بلوچستان خلک هم شامل دي .
د پاکستاني وطن پرېښودونکو په اړه د ادارې دغه رپورټ واي چې د بحيره روم په مشرقي لاره يورپ ته د تللو زياتره پاکستانيانو تعلق د پنجاب سره دې چې په کال ٢٠١٦ کې شرح ٥٤فيصدي او کال ٢٠١٧ کې ٦٣ فيصدي ته جګا شوې وه.
رپورټ مخکې واي چې د دغه پاکستانيانو څخه شا او خوا په څلورو کې يوه برخه خلک د خيبرپښتونوخوا سره تعلق لري چې شمير ې ٢٣-٢٤ فيصدي جوړيږي او پاتې کسان د بلوچستان او نورو سيمو سره اړه لري .
د بحيره روم په مرکزي لاره يورپ د تللو کسانو نه د هېواد د پريښودو علتونه هم پوښتلی شوي چې پکې ٩٠ فيصدي کسآنو د هېوآد د پريښودو وجه ژوند ته ورپيښ ګوآښونه آو تشدد ښودلې ، ١٢ فيصدي جنګونه آو تنازعې او ١١ فیصد کسانو د هېواد نه د وتلو سوب اقتصادي ستونزې په ګوته کړي.
پاکستان کې د مهاجرينو او د بشري قاچاق په چارو د کار کونکې غيردولتي سازمان شارپ پاکستان مشر لياقت بنوري ډيوه ته خبرو کې رپورټ د هېواد د حکومت ، پارليمان او عدالت په مخ څپيړه بولي او وايي دا ښاي چې پاکستان کې خلک د بې امنې او بې کارۍ له کبله دومره تنګ راغلي چې ژوند ته د خطر باوجود په خطرناکو لارو يورپ ته ځان وباسي.
بنوړې بيا واي ترڅو د چې هېواد دننه امن، ټولنيزانصاف او اقتصاد نه وی ښه شوې نو په غيرقانوني توګه به د هېواد نه د خلکو د تلو لړې دوام لري. هغه زیاته کړه حالات دې حد ته ورغلي چې اوس خو شته منه طبقه هم مالداره هېوادونو ته پدغو لارو د تلو کوښښونه کوي.