لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران، افغانستان اوهندوستان ٣ درې اړه خیزه تجارتي معاهده لاس لیک کړه


د افغانستان صدر اشرف غني او د ایران صدر حسن روحاني
د افغانستان صدر اشرف غني او د ایران صدر حسن روحاني

دایران صدر حسن روحاني، دهندوستان وزیر اعظم نریندرا مودي او افغان صدر اشرف غني په تهران کې درې اړخیره تجارتي معاهده لاس لیک کړه.

دهند وزیراعظم نریندرا مودي په دې موقع د ایران چابهاربندر د ترقۍ لپاره د ٢٠٠و میلینوډالرو دسرمایه کارۍ اعلان اوکړو او وې ویل هند به نورې هم ٥٠٠ میلینه ډالره د چابهار په منصوبو مصروفه وي.

ایران او هند کال ٢٠٠٣ م کې دچابهار بندر په ترقۍ رضا شوي وو خو په ایران دنړیوالو بندیزونو له امله دغه منصوبه دځنډ ښکار شوې وه.

دهند دکوم وزیراعظم ایران ته دا سفر پنځلس کاله وروسته شوې دی.

دافغانستان صدر اشرف غني په غه وخت وویل د چابهار بندر به نه یواځې دافغان تاجرانو مالي ستونزې کمې کړي بلکې دافغانستان دلارې به دهند مالونه منځنۍ آسیا ته رسولو کې مهم رول ولوبوي.

اشرف غني زیاته کړه دسیمې ځنې هیوادونه ترهگري پرمخ بوتلل غواړي خو ایران، هند او افغانستان به تجارت کوي. صدر غني زیاته کړه زمونږ ه دا عزم دې چې جغرافیه دقسمت برخه نه ده ، جغرافیه بدلیدلې شي او ارادې جغرافیي ته بدلون ورکوي. هغه زیاته کړه زمونږه اراده نن د چابهارڅخه پیلیږي اوپه اقتصادي او کلتوري پراختیه سره به ېي تکمیل ته رسووـ دصدر اشرف غني دا ایران ته دویم سفر دی

دایران صدر حسن روحاني په دا وخت وویل درې اړه خیزه تجارتي لوظنامه یوه تاریخي موقع ده زه د تهران، کابل او نوي ډيلي لخوا دسیمې هیوادونو ته پیغام ورکوم چې راځۍ د تجارت د ترقۍ لاره خلا صه ده .

په سټراټیجیکي توگه دایران چابهار بندر دپاکستان گوادر پورټ نه یواځې ٦٠ کلو میټره لرې دې ـ دچین په مرسته د گوادر بندر په جوړولو داوخت کار روان دې او چین په دې لړ کې په پاکستان کې ۴٦ اربه ډالره سرمایه کاري کوي ـ

پینټاگان خپل کلیزرپورټ کې وېلي دي امکان دې پاکستان د(کمیونسټ) چین دسمندري پوځ اډه جوړه شي ـ

دپاکستان د وزیراعظم دخارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز په یو بیان کې وېلي دي امریکا د هند سره ځکه مرستې کوي چې غواړي د چین مقابله کې ېي اودروي ـ

ددرې اړه خیزه هیوادونو ترمنځه دتجارتي تړون له وجې به د هند مالونه په آسانه افغانستان او بیا مینځنۍ آسیا ته اوړل کیدېشي ـ

دهند او پاکستان ترمینځه په اړیکو کې دتاو تریخوالي له امله تجارت لپاره دایران چابهار بندر نه هند په لو یه کچه دگټو پورته کولو پلان لري اودهند خارجه وزارت یو چارواکې گوپال باگلۍ وايي دغه پلان به ممکنه کړي چې هندي مالونه آسیايی هیوادونو ته اورسي ـ

افغانستان دپاکستان نه زیاتره دا گیلې کوي چې کاروباریانو ته ېي په پاکستان کې چارواکي ستونزې جوړوي اوټرانسپورټرانو ته ېي هند ته دمالونو اړولو اجازه هم نه ورکړې کیږي ـ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG