لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايراني صدر په کاروان بمي بريد ترسره شوى دى


د ايراني صدر په کاروان بمي بريد ترسره شوى دى
د ايراني صدر په کاروان بمي بريد ترسره شوى دى

د ايران په صدر محمود احمدي نژاد شوي بمي بريد کې نوموړى ژوندى وتلى دى. دغه بريد دشورو په ورځ په ايراني صدر هاغه مهال وشو کله چې هغه ديو کاروان سره يو ځايې په لويديز ښار همدان کې دلوبو دميدانۍ دننه جوړې شوې جلسې ته دوينا دپاره روان ؤ.

نړيوالې خبري شبکې وائي په دغه مهال دهغه په کاروان يو لاسي بم وغورځولى شو چې له امله يې څو کسان ژوبل شوي دي.
دالعربيه ټي وي له مخې په بريد کې ککړ شکمن تن نيول شوى خو دهغه په هکله نور تفصيلات مخې ته نۀ دي راغلي.
ځينې اطلاعات وائي بم دهاغه گاډي سره نزدې چاؤدلى دى چې پکې دايراني صدر عملې او خبريالانو سفر کولو.
راپورونه وائي داحمدي نژاد گاډى دچاؤدنې څخه دسلو گزو په فاصله روان ؤ.
ددغه چاؤدنې څخه وروستو دايران صدر جوړې شوې جلسې ته وينا هم کړې ده چې دايران سرکاري ټي وي نيغ په نيغه ښودله.
پخپله وينا کې ښاغلي نژاد دبمي بريد هيڅ ذکر ونۀ کړو او هغه په ټي وي روغ رمټ ښکاريدلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG