لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د پوځي اېټمي پروګرام مبینه مشر ووژل شو


اسرایل په سمدستي ډول په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه خو د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو یو ځل په یو خبري کانفرنس کې د فخریزادی نوم اخیستی و. د ای پي رپورټ وايي په اسریل شک دې چې قریباً یوه لسیزه وړاندې یې د ایران اېټمي ساینس پوهان د هدفي وژنو په لړۍ کې وژلي
اسرایل په سمدستي ډول په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه خو د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو یو ځل په یو خبري کانفرنس کې د فخریزادی نوم اخیستی و. د ای پي رپورټ وايي په اسریل شک دې چې قریباً یوه لسیزه وړاندې یې د ایران اېټمي ساینس پوهان د هدفي وژنو په لړۍ کې وژلي

د ایران هغه ساینس پوهه چې د اسرایل په وېنا د ایران د پوځي اېټمي پروګرام مشر و د جمعې په ورځ مسلح حمله کوونکو د چاودېدونکو موادو او مشین ګن په حمله کې ووژلو. د ایران حکومتی ټېلې وژن دغه خبر رپورټ کړو.

د اېسوسي ېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د ایران خارجه وزیر وویل د محسن فخريزادی په وژلو کې د اسرایل لاس لیدل کېږي خو نور تفصیل یې وړاندې نه کړو.

اسرایل په سمدستي ډول په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه خو د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو یو ځل په یو خبري کانفرنس کې د فخریزادی نوم اخیستی و. د ای پي رپورټ وايي په اسریل شک دې چې قریباً یوه لسیزه وړاندې یې د ایران اېټمي ساینس پوهان د هدفي وژنو په لړۍ کې وژلي.

د ایران حکومتي خبري ادارې وویل "مسلح ترهګر عناصرو" په فخريزادی حمله وکړه. هغه بیا په هسپتال کې مړ شو.

د فارس خبري ادارې ترمخه چې د پاسداران انقلاب ځواکونو سره نژدې ګنل کېږي په فخریزادی حمله د سرښار تهران په مشرق کې په ابسرد ښار کې وشوه. د عیني شاهدینو ترمخه لومړی چاودونه واورېدل شوه او بیا د مشین ګن ډزې وشوې. د رپورټ ترمخه په حمله کې هغه موټر په هدف شوی و چې فخریزادی پکې سور و. د فخریزادی محافظ په حمله کې زخمي شوی دی.

حکومتي ټېلې وژن په خپله وېب پاڼه د امنیتي ځواکونو یو تصویر وښودلو چې یو سړک یې بند کړي وي. د پېښې په اړه وډیو او تصویرانو کې یو نسان موټر لیدل کېږي چې په ګولو ویشتل شوی او نژدې په سړک وېنې پرتې دي.

په فخریزادی د حملې ‌‌ذمه واري چا نه ده منلې خو حکومتي مطبوعاتو په فخریزادی کې د نېټن یاهو د دلچسپۍ یادونه وکړه.

ای پي وايي د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په اسرایل د ککړتیا شک څرګند کړو او په ټوېټر پېغام کې یې وژنهریاستي ترهګري وبلله. هغه وویل په حمله کې د اسرایل کردار لیدل کېږي.

په فخريزادی حمله د یو بل اېټمي ساینس پوهه مجید شهریاري د وژل کېدو لس کاله پوره کېدو په وخت شوي ده. ایران د شهریاري په وژنه هم اسرایل تورن کړی و.

ابسرد د سیاحت مرکز او د ایران تر ټولو لوی غر دماوند سره نژدې ښار دی چې زیاتره شته مند خلک پکې کورونه لري. ای پي وايي په سیمه کې د جمعې په ورځ سړکونه د کرونا وایرس له امله د معمول نه زیات خالي وو او په فخریزادی حمله په داسې وخت کې وشوه چې د خلکو ګڼه زیاته نه وه.

فخریزادی د اماد نومې منصوبي مشر و چې د اسرایل او غربي ملکونو په وېنا د اېټم بم د جوړولو د امکاناتو مطالعه یې کوله خو تهران وايي د اېټمي پروګرام مقصد یې پرامنه دی.

د ملګرو ملتونو د اېټي توانايي ادارې ايي ای ايي ای ترمځه د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ ترمنځ ایران په کمپیوټر د اېټم بم ماډلې هم کتلې وې خو دا نامکمله وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG