لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زاهدان کې برید کونکې جېش العدل ډله څوک ده؟


تیره ورځ د ایران په زاهدان ښار کې د ایران په پاسداران انقلاب ځواکونو شوي ځانمرګي برید پړه سني بلوچ وسله والې ډالې جېش العدل په غاړه اخستې.

په دغه برید کې د پاسداران انقلاب ۲۰ ځواکونه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي وو.

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو یو مشر علي فداوي د دغه برید وروسته ویلي د دغې ځواب به د ایران د پولو بهر هم ورکوي.

نوموړي ویلي ٫٫ په پاسداران انقلاب د دغه برید ځواب به د ایران د پولې دننه پورې محدود نه وي. دښمنان به د دغې ځواب د پخوا نه هم سخت وویني.٬٬

جېش العدل په ایراني بلوچستان سیستان کې سني بلوچ وسلواله مبارزہ کونکې ډله ده. یاده ډله د ایران د امنیت ساتونکو اداروں پر سرتیرو، پاسداران ایران، سرحدي ځواکونو یا بارډر ڰارډ، او نورو امنیت ساتونکو ادارو د بریدونو پړ‎ہ ‎له تیرو څو کالو راھیسي پر غاړ‎ہ اخلي.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه جېش العدل ډله یو شمیر نورې وړې ډلې ھم لري چي په نورو نومونو ترهګر فعالیتونه کوي.

زاهدان د ایران سیستان، بلوچستان صوبې سرښار دی چې د پاکستان او افغانستان سره پولې ته نژدې پروت دی. زاهدان د ایران هغه کړکېچنه سېمه ده چرته چې وړاندې هم د ایران په انقلابي دستو ترهګر بریدونه شوي دي.

د رپورټونو ترمخه جېش العدل ډله د ایران حکومت څخه سر ټکوي او وایي د ایران ریاست له سني بلوچانو سرہ پر عقیدوي بنیاد نفرت کوي، وژني یي او دوي په بند کې اچوي او د دوي حقونه نه ورکوي.

د جېش العدل تنظیم لومڑی مشر مالک ریګي بلوچ وو، چې د پاکستان په مرسته په کال ۲۰۱۰م کې ونیول شو او بیا ایران ته حواله کړی شو. د ایران حکومت مالک ریګي تیزندي کړی.

جېش العدل د پاکستان بلوچستان ایالت ته نژدې ایراني سیمو کې فعالیتونه کوي. پر ایراني سرتیرو باندې د بریدونو اتیا سلنه بریدونه هم دغه ډله قبلوي.

ایران تور لڰوي چي سعودي عرب د دې تنظیم مرسته کوي. د ایران حکومت له پاکستانه په ډیر ځله غوښتنه کړ‎ې چې د جېش العدل د وڰرو خلاف دې ڰامونه واخیستل شي.ایران دعوہ لري د ډلې وسلوال په ایران کې بریدونه کوي او بیا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ځانونه پټوي.

پاکستان د ایران دغه تورونه ردوي او وایي چا ته ھم اجازہ نه ورکوي چې په ګاونډي هیوادونو کې بریدونه وکړي او نه یې په هیواد کې دغه ډله پټ ځایونه لري.

جېش العدل ډله بیا د ایران تور ردوي او دعوہ کوي چې دوی ہر څه په خپله کوي او د خپلو حقوقونو لپاره جګړه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG