د ایران حکومت په کال ۲۰۱۵م کې د نړۍ شپږو لویو طاقتونو او ایران ترمنځه شوي ایټمي لوظنامې نه د وتلو اعلان کړی.
د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ایران حکومت لخوا په یو اعلان کې ویل شوي ٫٫ د ایران ایټمي پروګرام به د یورینیم پیدا کولو کې هیڅ محدودیونه یا کموالی ونه لري، او نه به د یورینیم غني کولو لپاره څه شمیره او یا فیصدي ټاکي او د یورینیم د تحقیق کار به غځوي.٬٬
د ایران حکومت دغه ګام وروسته د هغې پورته کړی چې په بغداد کې د امریکا په یو میزایلي برید کې د ایران یو مشر جنرال قاسم سلیماني دوه ورځې وړاندې وژل شوی. د قاسم سلیماني د وژل کیدو وروسته ایران دهړکه کړې چې د دغه مرګ بدل به اخلي.
خو د اتوار په ورځ د ایټمي لوظنامې نه د وتلو په اعلان کې داسې هیڅ خبرداری نه دی ورکړل شوی چې ګنې ایران به ایټمي وسله جوړوي. ایران تل د ایټمي وسلې جوړولو خبره رد کړې. د ایران د حکومت لخوا خپور شوي بیان کې وېل شوي چې ایران به د ایټمي توانايۍ نړیوالې ادارې یا ايي ای ای سره خپله همکاري جاري ساتي.
په کال ۲۰۱۵م کې د ایران او نړۍ شپږو لویو طاقتونو تر منځه شوې لوظنامې نه په کال ۲۰۱۸م کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د وتلو د اعلان او په ایران د نوو اقتصادي بندیزونو پورې ایران په مزه مزه خپلې ژمنې پوره کولې.
ددغه لوظنامې اروپايي غړي لکه برتانیه، فرانس او جرمني په ایران بیا بیا په دغه لوظنامه کې د پاتې کیدو غږ کوو.
په بغداد کې د امریکا په برید کې د قاسم سلیماني د وژل کیدو وروسته د امریکا او ایران تر منځه تاو تریخوالی سېوا شوی او دواړه هیوادونو یو بل ته سختې دهړکې ورکړي.
د اتوار په ورځ د امریکا د خارجه چارو وزیر ماېک پمپیو د بغداد په هوایي ډګر یا اېیر پورټ د امریکا ډرون برید په کلکه دفاع کړې. خو ښاغلي پمپیو تر اوسه په ښکاره د صدر ټرمپ انتظامې لخوا د دغه دعوو څه ثبوتونو وړاندې کولو نه انکار کړی چې ګنې قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې په امریکايي پوځ او امریکايي چاروکو د بریدونو پلانونه جوړول.
ماېک پمپیو ویلي چې سلیماني ته دا اجازه ورکول ٫٫ چې خپل ترهګر فعالیتونو پلان او عملي کړي٬٬ په هغه شوي ډرون برید په مقابله کې یو لوې خطر وو.
ماېک پمپیو څو څو وارې د هغه شواهدو ښکاره کولو ډډه وکړه چې امریکا ګڼي سلیماني تیارول. ماېک پمپیو د امریکا فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي ٫٫ داسې ساده شایان شته چې مونږ يې نه شو په ډاګه کولی.٬٬ نوموړي ویلي ٫٫ تاسو د دغه استخباراتي معلوماتو سرچیني باېد خوندې وساتۍ.٬٬
د امریکا او ایران یو بل ته ګواښونه:
د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنايي وعده کړې چې د جنرل قاسم سلیماني د وژني بدل به اخلي. اخوا د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی که چرې ایران د سلیماني د وژني په ځواب کې څه ګام پورته کړو نو امریکا به د ایران په 52 هغه ځآیونو باندې حملې وکړي چې د ایران لپاره ډېر مهم دي.
ټرمپ ویلي امریکې د ایران 52 ځایونوپېژندګلو کړې چې ډېر په تېزۍ او سختۍ سره به پرې وکړي که چرې ایران د امریکې په اثاثو باندې حمله وکړه. د امریکې جارج میسن یونیورسټۍ کې د استخباراتو، تګلارې او نړیوال امنیت د مرکز ډایریکټر لیري پیفر ویلي دا هغه امریکا نه ده چې په داسې داسې طریقه یو کار کوي او په امکاني توګه باندې د نړیوال قوانینو او روایتونو خلاف ورزي کوي.
پیفر چې د وایټ هاوس سیچویشن روم ډایریکټر پاتې شوی، ویلي د ډانلډ ټرمپ دغه خبرداری داسې ښکاري چې د شمالي کوریا په رنګ یو آمرانه حکومت لخوا ورکړل شوی وي.
نوموړي ویلي کله چې د امریکې صدر په ثقافتي مرکزونو باندې د حملې کولو ښکاره خبرداری ورکوي، نو هغه خپلو مخالفینو ته د دروغو جواز ورکوي چې په ځواب کې هم دغه شان ګامونه پورته کړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په ډاګه ویلي وو چې هغه د سلیماني د وژني حکم ورکړی وو او زیاته کړې وه چې د سلیماني د وژنې د ډېر وخت راهسې انتظار وو.
ټرمپ د فلوریډا ماره لاګو کې د خپل کور نه په خپله ټویټر ویب پاڼه باندې ویلي وو امریکې د جنګ ودرولو لپاره تېره شپه دغه ګام پورته کړی او زیاته کړې وه چې په سیمه کې د ایران جارحیت، د ګاونډي ملکونو بې ثباته کولو لپاره وسله وال استعمالولو کار په هرحال کې، او هم اوس ودرول پکار دي.
ټرمپ ویلي سلیماني د زرګونو امریکایانو، عراقیانو او ایرانیانو د وژنې لپاره ذمه وار دی او زیاته کړې وه هغه (قاسم سلیماني) د منځني ختیز نه تریورپ او امریکې پورې د ترهګرۍ یو نیټ ورک چلولو کې مرسته کوله.
څېړنکاران وايي ایران به په ممکنه توګه باندې د جنرل سلیماني د وژنې درې ورځې وروسته پورته کوي. د کانګریس دوه اعلا مرستیالانو رایټرز خبري ادارې ته ویلي وایټ هاوس د خالي په ورځ په رسمې توګه باندې کانګریس د جمعې د ورځې ډرون حملې د تفصیل نه خبر کړی.