لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شمیره شپږو ته ورسیده


د ایران د صحت چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي په هیواد کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شوو کسانو شمیره ۶ ته رسیدلې. دغه شمیره د چین نه بهر په کوم یو هیواد کې تر ټولو لویه شمیره ده.

په ایران کې د کرونا وایرس نه د ناروغه شوو کسانو شمیره ۲۸ ته پورته شوې. یوه ورځ وړاندې ایران ویلي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې يې عراق ته د مذهبي زیارت لپاره تږ راتږ تړلی دی.

د صحت نړیوالې ادارې مشر یا ډاېرکټر جنرل ویلي په ایران کې د کرونا وایرس د نوو پېښو په اړه اندیښمن دی د چرته نه چې ایراني وګړو دغه وایرس لبنان او کېنېډا ته هم د ځان سره وړی.

د اتوار په ورځ په چین کې د کرونا وایرس ۶۴۸نوي پېښې رپورټ شوي دي او هم په دې ورځ ۹۷ نور کسان د یاد وایرس د لاسه مړه شوي دي.

د چین هوبې صوبې ووهان ښار نه خور شوي کرونا وایرس د لاسه تر دې دمه د مړو شوو تنانو ټوله شمیره ۲۴۴۲ ته رسیدلی ده. په چین کې د دغه وایرس نه متاثره/ اغیزمنو یا ناروغه شوو تنانو شمیر۷۶۹۳۶ ته سېوا شوی.

د چین نه بهر په نورو هیوادونو کې د کرونا وایرس نه متاثره شوو کسانو ټوله شمیره ۱۲۰۰ ده او په نورو هیوادونو کې د اتوار د ورځې پورې د ۱۲ نه سیوا تنه مړه شوي. په ایران کې د چارواکو تر مخه د کرونا وایرس نه د مړو شوو کسانو شمیره ۶ او په اټلي کې دوه تنه مړه شوي دي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې د کرونا وایرس د نوو پېښو د رپورټ کیدو وروسته د دغه وزیراعظم ویلي په هیواد کې کرونا وایرس سختې مرحلې ته داخل شوی.

د جنوبي کوریا وزیراعظم چونګ سي کون دغه خبرې د خالي په ورځ په قامي ټي وي خلکو ته په وینا کې کړي دي. وزیراعظم ویلي چې حکومت يې د دغه وایرس د مخنیوي لپاره خپلې پوره هڅې کوي. د کوریا د ناروغیو د کنټرول مرکزي ادارې تر مخه د اتوار په ورځ په دغه هیواد کې د کرونا وایرس نه متاثر شوي ۱۲۰ نوي کسان رپورټ شوي دي. په دغو کې ۱۱۳ د یاد هیواد په څلورم لوې ښار او خواو شا سیمو کې مخې ته راغلي. په جنوبي کوریا کې تر دې دمه د کرونا وایرس ټول ۵۵۶ کیسونه رپورټ شوي دي.

د جنوبي کوریا سام سنګ موباېل کمپنۍ د خالي یا شنبې په ورځ پخلی کړی چې په جنوبي کوریا کې د دغه کمپنۍ په کارخانه کې د کرونا وایرس پخلی شوی. د دغې وروسته دغه کارخانه د ګل د ورځې پورې تړل شوې ده. د میډیايي رپورټونو تر مخه د دغه کارخانې په کمه برخه کې چې په یو کارکونکي کې کرونا وایرس معلوم شوی دغه برخه به د نهې د ورځې پورې تړل شوي وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG