د ایران د انټرنیټ د خوندي کولو لپاره ذمه دار کونسل/ شورا د نهې یا سه شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د مشهور پیغام رسونې اپلیکیشن “واټس اېپ” باندې لګول شوی بندیز لیرې کړي. دا بندیز له دوه کلونو نه زیات وخت راهیسې موجود و.
د ایرنا خبري ایجنسۍ خبر وایي“ په واټس اېپ او ګوګل پلی بندیز د سایبرسپیس د سپریم کونسل د غړو د متفقې رایې له مخې لیرې شو."
د دغه شورا/کونسل مشري د ایران صدر کوي، او غړي یې د پارلمان سپیکر، د عدلیې مشر او څو وزیران دي.
که څه د بندیز د لري کولو پرېکړه شوې ده خو له معلومه نه ده چې دا پرېکړه به کله عملي شي.
د دې اقدام په ایران کې بحثونه راپورته کړي دي. د بندیزونو مخالفین استدلال کوي چې دغه کنټرولونه د هېواد لپاره ډېر لګښت لري.
د صدر سلاکار علي ربیعي په ایکس/پخواني ټويټر لیکلي” بندیزونو یوازې د خلکو غوسه زیاته کړې او د هغوی ژوند ته یې اضافي لګښتونه ور زیات کړې”.
همپدې اړه ایراني صدر مرستیال محمد جواد ظریف وویل “صدر مسعود پزشکيان د بندیزونو په لیرې کولو باور لري او دا بندیزونه د خلکو او هېواد په ګټه نه ګڼي. ټول کارپوهان هم په دې باور دي چې دا موضوع د هېواد امنیت ته ګټه نه رسوي”.
خو ځینو کسانو د بندیزونو د لیرې کولو په ضد خبرداری ورکړی دی.د اصلاح غوښتونکي ورځپاڼې “شرق” د نهې/سه شنبې په ورځ لیکلي چې د ۲۹۰ غړو لرونکي پارلمان ۱۳۶ غړو شورا ته لیک استولی دی، او ویلي یې دي چې دا اقدام به د ایران د دښمنانو لپاره “ډالۍ” وي.
د پارلیمان غړو وړاندیز وکړو چې بند شوي انلاین پلیټفارمونه باید یوازې هغه وخت اجازه ولري که دوی د اسلامي ټولنې ارزښتونو ته ژمن وي او د ایران قوانینو ته پابند وي.
که څه هم ایراني چارواکو په تېرو کلونو کې ویلي چې د نړیوالو مشهور اپلیکیشنونو مالکان باید په ایران کې خپل دفترونه پرانیزي.
خو میټا ، چې د فېسبوک، انسټاګرام او واټس ملکیت لري، ویلي چې دوی په ایران کې چې د امریکې د پابندیو لاندې دی،د دفتر پرانېستلو هېڅ اراده نه لري.
ایرانیان د کلونو راهیسې د انټرنیټ محدودیتونو څخه د تېښتې لپاره د وي پي اینز کارولو باندې عادت شوي.
د ۲۰۰۹ راهېسې نور مشهور ټولنیز رسنۍ لکه فېسبوک، ایکس او یوټیوب لا هم بند پاتې دي.
ټیلیګرام، هم د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په میاشت کې د یوې محکمې د پرېکړې له مخې بند شوې.
انسټاګرام او واټس اپ د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې د مهسا امیني له مړینې وروسته په ټول هېواد کې د مظاهرو له امله بند شوې دي.
امیني، چې ۲۲ کلنه ایرانۍ کُرد وه، د ښځو لپاره د ایران د لباس د قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوې وه.
په دې مظاهرو کې سلګونه کسان، په شمول د امنیتي ځواکونو، ووژل شوې ول او زرګونه مظاهره کوونکي نیول شوې ول.
پزشکيان، چې په جولای کې یې واک ترلاسه کړو، د خپلې ټاکنیزې کمپاین په مهال یې ژمنه کړې وه چې په انټرنیټ د اوږدې راهېسې موجود بندیزونه به کم کړي.
په تېرو څو کلونو کې، ایران خپل کورني اپلیکیشنونه هم رامنځته کړي چې مشهور نړیوال اپلیکیشنونه ځای واخلي
Forum