لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل د موجودګۍ په احتجاج کې ايرانی پلاوی د سي او پي ۲۸ د کانفرنس نه وتلی دی


د ملګرو ملتونو لخوا په متحده عرب امارات کې راجوړ شوي د ماحوليات د کانفرنس نه د ايران پلاوی د جمعې په ورځ ځکه وتلی چې په دغه کانفرنس کې د اسرايل پلاوی هم شرکت کوي. دا خبر د ايران سرکاري مطبوعاتو خور کړی دی.

د اېرنا د خبر ترمخه د توانايۍ وزير علي اکبر مهرابيان چې په سي او پي ۲۸ کانفرنس کې ګډون درلود ويلي پلاوی يې د احتجاج په توګه د کانفرنس نه ځکه وتلی چې اسرايل پکې ګډون لرلو او د هغه په وينا اسرايل د کانفرنس د اهدافو او کړنلارې برعکس روان دی.

دا ګام د ايران لخوا د اسرايل او حماس وسلوالې ډلې ترمنځ په غزه کې د اوه ورځني اوربند د ختمېدو نه څو ساعته وروستو واخستل شو. د اوم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملې وروستو د يوې اونۍ د پاره د دواړو خواو ترمنځ عارضي اوربند شوی و خو اوس بيا جګړه روانه ده.

د ايران سرکاري مطبوعاتي ادارې اېرنا د زيارت په ورځ ويلي وو د ايران صدر ابراهيم ريسي به کانفرنس ته نه ځي او مهرابيان به د ايران نمايندګي کوي.

په ياد کانفرنس کې نزدې د 200 هېوادونو پلاوي برخه اخلي او د نړيوالې تودوخې د قابو کولو په لړ کې د فشار لاندې دي خو د اسرايل او حماس ترمنځ د اته اونيو راهسې روانې جګړې د کانفرنس اهميت اغېزمن کړی دی.

د اېرنا ترمخه د ايران وزير خارجه حسين امير عبداللهيان ته په جون کې د متحده عرب امارات د خارجه چارو وزير عبدالله بن زيد النهيان بلنه ورکړې وه چې د ايران صدر ريسي دې په کانفرنس کې ګډون وکړي.

خبرې اداره زياتوي د ايران صدر په کانفرنس کې د ګډون نه ډډه ځکه وکړه چې د زايونېسټ (اسرايل) رجيم چارواکي پکې ګډون کوي.

د ايران وزير خارجه امير عبداللهيان د متحده عرب امارات وزير خارجه ته په ټيليفون ويلي وو “د جنګي جرمونو او نسل کشۍ په شتون کې د اسرايل موجودګي په دې ناسته کې جدي اخستل پکار دي”.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG