لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د ایټمي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژنې په تور درې "اسرایلي جاسوسان" تېزندۍ کړي 


ایران د ایټمي ساینس پوه محسن فخري زاده د وژنې په تور دریوؤ "اسرایلي جاسوسانو" ته د تېزندۍ سزاګانې اورولې دي.

د ایران وتلی ایټمي ساینسپوه محسن فخري زاده په نومبر کال 2020 کې د پلازمینې تهران سره نزدې په یو لوی سړک یوه مرګوني برید کې وژل شوی ؤ.

د ایراني عدلیې ویاند اصغر جهانګیر په تهران کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي د محسن فخري زاده په وژنه د تورنو کسانو په ضد ابتدایي قانوني اقدام په ارمیا کې عملي شوی اؤ هغوي ته د تېزندۍ سزا اورول شوې خو نوموړي ویلي چې دا قضیه لا د اپیل په پړاؤ کې ده.

هغه ویلي د فخري زاده د وژنې له لومړیو پلټنو وروسته د لویدیځ اذربایجان له صوبې څخه په اتو کې درې کسان نیول شوي وؤ چې هغوي د اسرایلي حکومت لپاره مخبري کوله.

ویاند ویلي چې په دریواړو تورونو کسانو د شرابو په اړ کې د محسن فخري زاده په وژنه کې د کارول شوؤ الاتو ایران ته د راوړلو هم تور دی .

د هغه د وینا له مخې د تېزندۍ دا فېصله له هر اړخیزو پلټنو وروسته مخې ته راغلې ده اؤ وایي د دریوؤ نورو تورنو کسانو په ضد لګول شوي تورونه لا ارزول کیږي.

د قطر د خبري شبکې الجزیره نیوز له مخې لویدیځو استخباراتو په محسن فخري زاده د 2000م د لسیزې په پیل کې د غیر پوځي ایټمي پروګرام په لړ کې د ایټمي وسلو تیارولو په لړ کې د ایران د پټو هڅو سرلاری بلل شوی ؤ خو ایران دا تورونه رد کړي وؤ.

د ایراني چارواکو وینا وه چې نوموړی ایټمي ساینس پوهه د پلازمینې تهران نه بهر د سفر په مهال د عصري کېمرې اؤ سیټلایټ له لارې د قابو کېدونکې وسلې په مرسته وژل شوی ؤ.

تهران ددې وژنې پړه په اسرایل ور اړولې وه خو اسرایل نه خو تر اوسه ددې تور پخلی کړی اؤ نه یې ترې انکار کړی دی.

د بشري حقونو ډلې وایي ایران پروسږ کال لږ تر لږه 834 کسانو ته د تېزندۍ سزا ورکړې ده چې د 2015م کال را په دې خوا دا د تېزندۍ د سزا تر ټولو لوړه شمېره ده اؤ دا شمېره ښیي چې په ایران کې د تېزندۍ سزا حیرانوونکې کچې ته لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې په ایران کې خلکو ته د ورکړل شوؤ تېزندیو شمېره د کال 2022م په پرتله څه 43 فیصدي زیاته وه .

په ناورې کې فعال د" ایران هیومن رایټس" اؤ پیرس کې د فعال "ټوګیدر اګینسټ ډیتهـ پینلټي" نومي سازمانونو سږکال د مارچ په میاشت کې په یو ګډ رپورټ کې ویلي وؤ چې په دوؤ لسیزو کې دا دویم ځل دی چې د یو کال په موده کې تر اتوؤ سوؤ زیاتو کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې ریکارډ کړل شوي دي.

تر دې وړاندې په ایران کې په کال 2015م کې 972 کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې ورکړل شوې وې.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG