ایراني چاوراکو ويلي، د ايراني صدر ابراهيم رېيسي د نسکور شوي هيلي کاپټر د لټون عملیات تر ګل/ دوشنبې تر سهار غځول شوي، د ايراني صدر برخليک لا نه دی معلوم شوی.
د ايران سرکاري مطبوعاتو د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، هیلي کاپټر د ازربايجان ورزقان صوبې ته څېرمه د ايران په ختيځ کې د خراب موسم له امله نسکور شوی دی. ويل شوي، په هيلي کاپټر کې صدر ابراهيم رېيسي، د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان، او نور دوه چارواکي د ازربايجان څخه ستنېدل، چرته چې دوی د ازربايجان د صدر الهام علييف سره ليدلي او د يو ډېم پرانسته یې کړې وه.
ايراني مطبوعاتو ویلي، ياد هيلي کاپټر يو د هغو درېو څخه وو چې د دستورې څخه یې بيرته چارواکي راوړل.
علييف په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي، هغه د رېيسي د هيلي کاپټر په نسکورېدو سخت خفه دی، د دعاګانو او مرستو یې ويلي دي.
د ایران سرکاري ټي وي د هيلي کاپټر د ژغورنې دپاره ورغلو امدادي کارکونکو عکسونه خپاره کړي چې په تياره او باران کې په غرييزو سيمو کې د نسکور شوي هيلي کاپټر د ځای موندلو هڅه کوي، خو د رېيسي، امير عبداللهيان او نورو چارواکو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د بحران د انتظام دپاره يورپي کمشنر جېنز لينارسک په اېکس ويلي، د ايران د مرستې د غوښتنې په ځواب کې یې د سيټلايټ د نقشې د ټکنالوجۍ بېړني انتظام کوپرنيکس فعاله کړی دی.
د ايران ايين يا اساسي قانون وايي، که صدر مړ کيږي او يا نااهله يا بې صلاحيته کيږي، مرستيال صدر به یې ځای نيسي څو پورې چې په 50 ورځو کې نوی صدر نه وي ټاکل شوی، دا وخت د ايران مرستيال صدر محمد مخبر دی.
د ایران صدر د سپريم مشر ايت الله خامنه ای ماتحته دی د چا په لاس کې چې د ملک ټولې چارې دي. رېيسي د سخت دريځه خامنه ای د ځای ناستي په توګه ليدل کيږي، هغه په 2021 کې صدر منتخب شوی، د هغه مخالفين د انتخاباتو څخه ودرول شوي او کم ووټونه یې ترلاسه کړي وو.
د وي او اې فارسۍ څانګې ترمخه، په ايران کې په مختلفو ځايونو کې په ټولنيزو رسنيو داسې عکسونه خپاره کړل شوي چې پکې د ايران د سخت اسلام خوښي واکمن ريېسې په مړينه خوشالۍ شوي او اورونه بل کړل شوي دي.
په يوه ويډيو کې يوه مېرمن د اتش بازۍ د ځای پېژندګلو د جنوبي تهران کوي. يو بل تن ويلي د ايران په شمال ختيځ کردستان صوبه کې اتش بازي شوې ده. وي او اې په ازاده توګه د دغو ويډيوز تصديق نه شي کولی ځکه د ايران دننه د رپورټنګ يا خبر ورکولو څخه پرې بنديز دی.
له دې وړاندې د اتوار په ورځ د ايران په سرکاري ټي وي ښکاره کړل شوي وو، چې د حکومت پلويان په مختلفو ځايونو کې راټول شوي او د رېيسي په خوندي توګه ستنېدو دپاره دعاګانې غواړي.
د ایران سرکاري خبري ادارې ارنا د خامنه ای د قوله ويلي، د ايران ولس بايد اندېښمن نه وي، د هيواد په چارو کې به هيڅ خنډ نه جوړيږي.
ارنا يو عکس هم خپور کړی چې پکې مرستيال صدر مخبر په مشرۍ د کابينې بېړنۍ غونډه کيږي او د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې وروسته معاملاتو جاج اخلي.
په جرمني کې مېشت ازاد ايراني خبریال او څيړونکي رضا طالبي د وي او اې فارسۍ ټي وي سره په مرکه کې ویلي، که رېيسي مړ شو، د ايران اسلامي واکمن به یې شهيد ګرځوي چې هغه د بهرنيو دښمنانو اسرايل او امريکې د لوبې په پايله کې مړ شوی دی. خو د دې کوم ثبوت نشته.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دوی د ايراني هيلي کاپټر د غورځېدو پېښه د نزدې نه څاري او په دغه اړه یې د نور څه ويلو نه ډډه کړې ده.
Forum