د ایران مهر خبري ایجنسۍ د سه شنبې- نهې په ورځ په خپل رپوټ کې خبر ورکړی، چې د ایران سمندري ځواکونو د هیواد په شمال کې دفاعي پوځي مشقونه تر سره کړي دي.
اسرایل او امریکې تر اوسه د ایران دغو پوځي مشقونو ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.
ایران دا مشقونه په داسې مهال کړي چې سیمه تېره میاشت په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې پر اسرایل د ایران ممکنه برید ته تیاري کوي.
رویټرز خبري ایجنسۍ وایي دا مشقونه د سه شنبې- نهې په ورځ په ځایي وخت د ماښام په اووه نیمو بجو پیل شوي او تر اته نیمو بجو پورې یوه ګنټه د ایران په ګیلان ولایت کې د کېسپېن سمندر پر غاړه شوي دي.
د ایران مهر خبري ایجنسۍ د یوه ایراني چارواکي په حواله ویلي، دا مشقونه د دې لپاره پلان شوي وو چې سمندري ځواکونه یې د دفاعي پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی زیات کړي.
دا په تېرو درو ورځو کې د ایراني ځواکونو دویم ځل پوځي مشقونه دي چې د سیمې حالاتو ته په پام سره ترسره کیږي.
د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران خبرداری ورکړی چې له اسرایل به "د دې تېري" غچ واخلي ځکه چې تهران یې د هغه برید ذمه وار ګڼي، خو اسرایل د اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې.
د اسماعیل هنیه وژنې د اسرایل خلاف د ایران د ممکنه غچ اخیستو خطر زیات کړی او دا ویره یې پیدا کړې ده چې په غزه کې د حماس وسلوالو خلاف د اسرایل جګړه به په منځني ختیځ کې په پراخه جګړه بدله شي.
د اسرایل د دفاع وزارت یوه چارواکي د دوشنبې- ګل په ورځ وي او اې ته وویل چې اسرایل د ایران د حکومت او د هغه د پراکسي یا ملاتړو وسلوالو ډلو خلاف "د مختلفو منظرنامو لپاره تیارۍ کوي".
د اسرایل د دفاع وزارت چارواکي له امریکې سره "د هیواد د دفاعي ترتیباتو د همږغۍ پر نیزدېوالي" باندې ټینګار وکړ او ویې ویل، د دفاع وزیر یې یواو ګیلانټ په اوونۍ کې څو ځله د امریکې د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره خبرې کوي او په هره کچه ورسره "عملیاتي " او سټرېټیجي" همږغي لري.
امریکا د استخباراتي رپوټونو په نتیجه کې په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو په لړ کې خبرداری ورکړی چې کېدای شي ایران ډېر زر پر اسرایل برید وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې- ګل په ورځ ویلي، اسرایل او متحدین یې باید په روانه اوونۍ کې د ایران ممکنه لویو بریدونو ته چمتو وي.
د اسرایل او حماس له جګړې را وروسته دا دویم ځل دی چې د اسرایل او ایران پر یو بل د ممکنه مخامخ بریدونو ګواښونو په سیمه کې خطر زیات کړی دی. په تېره اپرېل میاشت کې هم دواړو هېوادونو پر یو بل د بریدونو دعوې کړې وې.
Forum