لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران په ۱۱۰ کسانو د حکومت ضد مظاهرو کې د ګډون په سر فرد جرم لګولی


د امیني د مرګ په سر په ایران کې په پراخه کچه احتجاجونه شوي دي او احتجاج کونکو پکې د حجاب او په ضد او د ملک په سیاسي نظام کې د تبدیلۍ غوښتنې کړي دي
د امیني د مرګ په سر په ایران کې په پراخه کچه احتجاجونه شوي دي او احتجاج کونکو پکې د حجاب او په ضد او د ملک په سیاسي نظام کې د تبدیلۍ غوښتنې کړي دي

د ایران د عدليي چارواکو په هغو ۱۱۰ کسانو فرد جرم لګولی چې په تېرو څو ورځو کې د حکومت په ضد مظاهرو کې ګرفتار کړی شوي دي.

د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کې د ۲۲ کلنې مهسااميني د مرګ وروسته په ایران کې راپارېدلو مظاهرو کې د انساني حقونو ډلې وايي یو شمېر کسان وژل شوي او زخمیان شوي هم دي.

د کردستان صوبې چیف جسټس د نهې، سه شنبې، په ورځ په احتجاجونو کې په نیول شویو ۱۱۰ کسانو فرد جرم ولګولو.

یوه ورځ وړاندې د البرز صوبې مشر جج حسین فاضلي هریکندي په ۲۰۱ کسانو فرد جرم اعلان کړی و.

په کزوېن صوبه کې په ۵۵ کسانو فرد جرم لګول شوی دی.

په تهران کې حکومتي وکیل علي صالحي په ۳۱۵ کسانو فرد جرم اعلان کړي دي. په دغو کسانو الزام لګول شوی چې د ملک امنیت ته د نقصان رسوولو سازش یې کولو، د نظام په ضد یې پروپګېنډه کوله او امن عامه يې خرابولو.

د ایران تر ټولو لوی مذهبي رهنما ایت الله علي خامنايي ځینې نیول شوی مظاهره چیان د دښمنانو اېجنټان بللي او ويلي يې دي چې د دغو خلکو په مقدمو کې دې د امنیتي ادارو او د عدليي چارواکي خپل فرض پوره کړي.

د ایران د عدليي ترجمان وویل د تهران په ايون نومې زندان کې د اور لګېدو د پښې په لړ کې به هم په ځینو کسانو فرد جرم درج کولی شي. په زندان کې د اور لګېدو په پېښه کې اته کسان مړه شوي دي.

مسعود ستیاشي وویل ۲۵ کسان چې په مبینه توګه د خلکو په راپارولو او املاک ته په نقصان رسوولو کې ککړ وو په ضد یې فرد جرم لګول شوی دی.

د مهسا امیني د مرګ په ضد په ایران کې د احتجاجونو پېنځه هفتې وشوې.

امیني پولیس په دې الزام نيولي وه چې حجاب يې سم نه په سر کړی.

پولیس ویلي هغه د زړه د دورې نه مړه شوي خو د هغې کورنۍ وايي د امیني په بدن د تشدد نخښې وې.

د ایران حکومت ویلي د امنیني د مرګ په اړه يې تحقیقات شروع کړي دي.

د امیني د مرګ په سر په ایران کې په پراخه کچه احتجاجونه شوي دي او احتجاج کونکو پکې د حجاب او په ضد او د ملک په سیاسي نظام کې د تبدیلۍ غوښتنې کړي دي.

په نړیواله کچه د احتجاج کونکو په ضد د ایران د اقداماتو غندنه شوې ده او د انساني حقونو تنظيمونه وايي په مظاهرو کې په سلګونو کسان وژل شوي هم دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د فارسۍ څانګې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG