لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق پارلمان له هغه هېواد نه د امریکایي ځواکونو سمدستي وتل وغوښتل


د عراق پارلمان یو قرارداد تصویب کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې نور دې په عراق کې د ټولو بهرنیو ځواکونو حضور ختم کړي.

په دې قرارداد کې چې د عراق پارلمان په خپلې یوې خاصې ناستې کې پاس کړ، ویل شوي چې حکومت باید د امریکا په مشرۍ له بین الاقوامي ائتلاف څخه د مرستې مطالبه لغوه کړي.

یاده دې وي چې د پارلمان قراردادونه، د قانون حیثیت نه لري، او حکومت ته ضرور نده چې هرو مرو دې هغه عملي کړي. مگر حکومت دا یو ښایي ومني، ځکه د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي مخکې تر دې پر پارلمان غږ کړی و چې زر تر زره دې په هېواد کې د خارجي قواوو شتون ختم اعلان کړي.

عبدالمهدي ویلي و: "د داخلي او خارجي مشکلاتو با وجود چې ورسره ښایي مخ شو، په اصول او عمل کې دا د عراق د پاره غوره کار دی."

د پارلمان ځانگړې ناسته پس له هغه راوغوښتل شوه چې امریکا د جمعې په ورځ د بغداد په ائیرپورټ یا هوایي ډگر کې د ډرون حمله وکړه او هغې حملې کې د ایران د سپاه قدس مشر جنرال قاسم سلیماني او د عراق د کتائب حزب الله د ملېشو مشر ابو مهدي المندس ووژل شول.

د دغې پېښې وروسته، په عراق کې رقیبې شیعه ډلې، د امریکا په خلاف یو لاس شولې. د عراق د پارلمان یو شیعه ممبر عمار الشبلي د پارلمان په نننۍ ناسته کې وویل: "د داعش له ماتولو وروسته، د امریکایي قواوو شتون ته [په عراق کې] هیڅ ضرورت نشته."

په عراق کې اوس مهال خواوشا ٥٠٠٠ امریکایي عسکر پاته دي چې اکثره یې عراقي ځواکونو ته د مشورې ورکولو دنده لري.

بل اړخ ته د عراق مشهوره شیعه مشر، مقتدی الصدر، نن وویل چې د پارلمان پاس شوی قرارداد بس ندی، او پر عراقي او خارجي ملیشه ډلو یې غږ وکړ چې سره یوموټي شي.

مقتدی الصدر پارلمان ته په یو خط کې وویل چې له امریکا سره امنیتي لوظنامه باید سمدستي لغوه شي، په بغداد کې د امریکا سفارت باید وتړل شي، امریکایي عسکر باید په سپکاوي وشړل شي، او له امریکا سره رابطه کول باید جرم وگرځول شي.

د ایراني چارواکو له خوا د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو له خبرداري وروسته، د امریکا جمهور رئیس ویلي که ایران پر امریکایانو او یا د امریکا پر ګټو برید وکړي، نو واشنګټن به د ایران ۵۲ مهم ځایونه په نښه کړي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په پرله پسې درېیو ټویټونو کې ویلي، چې امریکا نور ګواښونه زغملی نشي او که چېرې تهران په غچ اخیستلو لاس پورې کړ نو د واشنګټن له سخت او چټکو ګوزارونو سره به مخامخ شي.

په همدې حال کې، افغان صدر محمد اشرف غني نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران له صدر حسن روحاني سره پر فون خبرې کړي دي. د افغانستان صدارتي ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، صدر غني د ایران ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي لوظنامې پر اساس، د افغانستان خاوره هېڅکله د بل ملک خلاف استعمالیدلی نشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG