لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د اټومي تړون د بحالۍ لپاره نړیوالې خبرې بیا پېل شوې


ایران ټینګار کوي چې اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی
ایران ټینګار کوي چې اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی

د ایران او د نړۍ د پنځو قدرتونو مذاکره کوونکو د ګل، دوشنبې په ورځ د تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا رغولو په اړه خبرې اترې پیل کړې.

دا خبرې د ډسمبر په ۲۷مه په ویانا کې پېل شوې.

د مذاکرې دغه اتم پړاو د لس ورځو خبرو وروسته هغه وخت شروع شو چې ایراني مذاکره کوونکي د سلا مشورو لپاره خپل هېواد ته ستانه شول او په ایران کې د نوي سخت دریځه حکومت د راتګ او د دغه حکومت نوې غوښتنې په کې شاملې کړاې شوې.

تهران د نړۍ له قدرتونو برتانیې، فرانسې، جرمني، امریکا، روسیې او چین سره د خپل اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د بندیزونو د نرمولو غوښتنه وکړه.

ایران ټینګار کوي چې امریکا او متحدین به یې ایران ته د خامو تیلو د صادرولو اجازه ورکړي او دا بندیزونه دې لرې کړي.

د امریکا تېر ولسمشر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې په یو اړخیزه توګه له دغه تړون څخه وتلی وو او په ایران باندې یې بندیزونه لګولي وو او ویلي وو چې دا غوره ده چې په ایران باندې فشار راوړل شي چې له خپلو ورانکارو اعمالو څخه ودرېږي.

خو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د ۲۰۱۵ کال تړون ته بېرته ګرځېدل غوره لاره ده چې ایران پرې د اټومي تړون له لیارې وسلو جوړولو ته و نه رسېږي خو تهران هم باید یاد تړون ته په سمه توګه راوګرځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د غونډې له بيا پيلولو مخکې وويل، که امریکا غواړي په دې خبرو کې شامله وي، نو باید پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو ضمانت د دې خبرو د اجنډا په سر کې وي.

همداراز د دوشنبې په ورځ په جلا توګه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل " دا به د تهران لپاره د زغم وړ نه وي" چې لویدیځ له تهران څخه د اصلي معاملې او تړون څخه پرته بل څه وغواړي.

ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی. خو د دغه هیواد د پام وړ اټومي ګامونو سیمه ایز رقیبان یې لکه اسرائیل او نړیوال قدرتونه اندیښمنه کړي دي.

اخوا د اروپايي قدرتونو ډیپلوماتانو ویلي چې د خبرو د بریالۍ نتیجې لپاره وخت په تیریدو او کم پاته دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG