لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي هېوادونه د ایران سره ایټمي معاهده پرځای ساتلو دپاره کافي کوښښونه نه کوي، جواد ظریف


د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د یورپي هېوادونو د چارواکو سره په یو ملاقات کې

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل یورپي هېوادونه د ایران سره شوي اېټمي معاهده پرځای ساتلو دپاره کافي کوښښونه نه کوي. امریکې ایران سره د لوظنامې د ختمولو اعلان کړی دی او یورپې کمپنۍ په ایران کې کاروبارونه بندول پېل کړې دي.

د یورپين یونین د توانايي د څانگې مشر میگیل اریاس کینټ سره د لیدلو ورسته ښاغلي جواد ظریف وویل په ایران کې د یورپي کمپنو د کاروبارونو بندولو لړۍ حالات پېچیده کړې دي.

د ایران د حکومتي نشریاتي ادارې ايي ار ايي بي ترمخه جواد ظریف وویل د معاهدې نه د امریکې د وتلو ورسته یورپ نه د ایراني ولس توقعات زیات شوي دي خو "اېټمي معاهدې دپاره د یورپین یونین سیاسي حمایت ناکافي دی."

په داسې حال کې چې په ایران د امریکې اقتصادي پابندۍ بیا لگیدلی شي، یو شمیر یورپي کمپنۍ د ایران نه وتلې دي.

د فرانس د تیلو کمپنۍ ټوټل په ایران کې د څلور اشاریه اته ارب ډالرو سرمایه کارۍ نه په شا شوې ده ترڅو ورته امریکا په ایران کې د کاروبار اجازت ورنکړي. د اینجي نومې کمپنۍ هم ویلي په ایران کې به د نومبر د میاشت پورې خپل کار ودروي. امریکا به په نومبر کې په ایران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړي او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي هغه کمپنۍ چې د بندیزونو پرته هم ایران سره کاروبار کوي، په هدف کولی به شي.

جواد ظریف وویل یورپین یونین ته پکار دي چې په ایران کې د سرماکارۍ دپاره کوټلي گامونه واخلي.

یورپي مشرانو ویلي ایران سره د تیلو تجارت به جاري ساتي خو دا به څه اسان کار نه وي.

ایریاس کېنټ وویل ایران سره شوي د کال ٢٠١٥ م معاهده به پرځای ساتي نو په بله لوظنامه به خبرې نه کوي." زمونږ پیغام ډیر واضح دی. دا داسې اېټمې معاهده ده چې کار کوي."

ایران خبرداری کړی دی چې که چېرې غربي قوتونو سره شوي معاهده ختمه شوه نو هېواد به بغیر د څه حد نه په صنعتي کچه د یورینیم پېداوار پیل کړي.

په ایران د غربي هېوادونو د پابندیو له امله د ایران اقتصاد ته سخت رسیدلی و خو د اېټمې معاهدې ورسته په ایران پابندۍ نرمې کړی شوې.

که څه هم د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د معاهدې د ختمولو اعلان کړی دی خو د لوظنامې نورو فریق هېوادونو، برطانيي، فرانس، جرمني، روس او چین د لوظنامې پرځای ساتلو ژمنه کړې ده.

امریکې ویلي په ایران بیان پابندۍ ځکه لگول غواړي چې ایران بیا د سره په یوې لوظنامې خبرو ته مجبور کړي چې پکې د ایران د وسلې په جوړولو او بېلیسټک مزایلو پروگرام باندې پابندۍ شاملې وې او په منځني خیتځ کې د ایران عسکري پرمختگونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG