لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: د ایران اېټمي ساېنسپوهه وژنه د ایران امنیتي کمزوري په ګوته کوي


د ایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنه او صدر حسن روحاني ویلي، د ساېنسپوه فخری زادی د وژنې ذمه وارانو او د هغو مرسته کونکو پرضد به کاروايي کوي. د جمعې په ورځ د فخریزادی وژنه روان کال د ایران د دویم لوې پوځي چارواکي وژنه ده چې ځیني څیړونکي یې د تهران د خپلو سترو چارواکو ساتنې کې کمزوري ګڼي.

د خالي په ورځ ‌په یو ټوېټ کې ایت الله علي خامنه د ایران په استخباراتي ایجنسو زور ورکړی چې د دغه پېښې پلټنې دې وکړي او زمه واران دې معلوم او پرضد دې کاروايي کړي.‌ د ایران ستر روحاني مشر د فخریزادی د کورنۍ سره د فاتحې په مهال ویلي، د هغه مشن ته به دوام ورکوي.

د دې وړاندې د ایران صدر حسن روحاني هم ویلي وو هیواد به یې په مناسب وخت د محسن فخري زاده د مرګ بدل اخلي. د خالي په ورځ د ایران په ټولو مطبوعاتي ادارو د حسن روحاني خپره شوې وینا کې نوموړي د ایران د ایټمي ساېنس دان محسن فخري د وژنې ذمه وار اسراېل ګرځولی. او زیاته کړې یې ده چې ایرانیان پوهه خلک دي او د اسراېیل په کوم جال کې به نه ګیریګي او په خپل وخت به د ساېنس پوهه د وژنې بدل اخلی.

۵۹ کلن فخریزادی په یو وسله وال برید کې په رڼا ورځ په هغه ګاډي کې وژل شوی په کوم کې چې هغه سفر کوو. دغه پېښه د سرښار تهران نه ۹۰ کلومېټره لرې په ابسرډ ښارګوټي‌ کې رامنځ ته شوې.

تراوسه د دغه پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې. فخریزادی د ایران د دفاع وزارت څیړنیز مرکز مشر وو. د ملګرو ملتونو د ایټمي پروګرام د معلوماتو تر مخه فخریزادی د ایران د پټ اېټمي پرګرام پخوانی مشر وو. دغه پټ ایټمي پروګرام ایران په کال ۱۹۸۰م کې شورو کړی وو چې په کال ۲۰۰۳م کې یې بیا پریښودو.

د ایران صدر حسن روحاني د ساېنسپوهه د مرګ تور په اسراېیل پوری کړی او د ایران په ټېلي ویژن یې د وینا په وخت ویلي ٫٫ یو ځل بیا د نړۍ مغروره صېهونیانو بد لاسونه د یو ایراني بچي په مرګ سره شول.٬٬

د وي او ای فارسي څانګې سره د خبرو په وخت د منځني ختیځ د امنیت ماهر او د اوټاوا یونیورسټۍ پروفیسر تهامس جونیوو ویلي د فخریزادی او سلیماني وژنه د ایراني مشرانو لخوا په امنیت کې ناکامي په ګوته کوي. نوموړي زیاته کړی ٫٫ تاسو باېد فرض کړۍ چې دغه دواړه سړي د ایراني رژیم لخوا د سخت امنیت لاندې وو.٬٬ نوموړي ویلي، دغه وژنې د ایران د مخالفینو زور هم په ډاګه کوي.

په تیرو لسو کالو کې فخری زادی پینځم نیوکلیايي ساېسنپوه دی چې داسې وژل کیږي. د دې نه وړاندې یو شمیر حدفي وژنو، بمي بریدونو تور هم ایران په اسراېیل پورې کړی. په کال ۲۰۱۰م کې د ایران دوه ساېنسپوهان او دریم په کال ۲۰۱۱ کې او څلورم په کال ۲۰۱۲م کې وژل شوي وو. اسرایل نه خو په دې بریدونو کې د لاس لرلو پخلی کړی او نه یې انکار کړی.

په څیړنیز مرکز سنټر فار سټرېټېجک اېنډ انټرنېشنل سټډیز نیوکلیايي څیړنکار اېرک بریور وي او ای ته ویلي ایران د خپلو نیوکلیايي ساېنسپوهانو د ساتنې ښه ریکارډ نه لري. د نوموړي په وینا تهران په کال ۲۰۱۸م کې د اسرایل په عملیانو کې د ایران د یو ګودام نه اېټمي ارشیف غلا کړي. که څه هم ایران دغه ارشیف غلا کول چېلنج کړي خو د امریکا استخباراتي چارواکو بیا دغه کتلي او ګمان کوي چې دغه رېښتیا دي. ٫٫ ایران له د خپل کار او ساېنسپوهانو د خوندیتوب او پټ ساتلو په سر اندېښنه پکار ده.٬٬

د بروکنګز انسټي ټیوټ د خارجه پالیسۍ څانګې مشره سوزېن مالوني د جمعې د ورځ د پېښې وروسته په یو ټوېټ کې لیکلي،‌ دغه برید د ایران امنیتي قابلیت باندې شکونه سېوا کړي.

د دغه ټوېټ په ځواب کې په مډل اېسټ انسټي ټیوټ کې د ایران د پروګرام مشر اېلکس وټانکا ویلي ٫٫ ایران تل د هغه څه نه لوړې خبرې کوي کومې چې کولی شي.٬٬

نوموړي لیکلي لږ غور وکړۍ چې د ایراني مشرانو لپاره کارکونکي کسان د خارجیانو لپاره کار ته تیار دي. په دې حساب د ایران په اسلامي‌ رژیم کې هیڅوک هم د وژنې خوندي نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG