لاس رسیدونکی لینک

 
ایران د جنرل سلېماني د وژل کېدو په انتقام کې د امریکې په ضد څه کولی شي؟
تازه خبر

ایران د جنرل سلېماني د وژل کېدو په انتقام کې د امریکې په ضد څه کولی شي؟


صدر ټرمپ
صدر ټرمپ

دا لا چا ته نه ده معلومه چې د جنرنل قاسم سلېماني د وژل کېدو په بدل کې ایران د امریکې په ضد کوم ځای حمله کولی شي؟ خو زیاتره څېړونکي گڼي چې ایران به د انتقامي گام نه نه په شا کېږي او لکه د عراق، شام، لبنان او یمن په رنگ یو شمېر ممکنه هدوفونه لري چې امریکې ته ځواب ورکولی شي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې په خصوصي څېړنه کې وېل شوي د امریکې اتحادیان چې ځینې پکې گیله کوي امریکې ورته د جنرل سلېماني خلاف د حملې په اړه د وړاندې څخه اطلاع نه وه ورکړې، بېړني گامونه اخیستي دي.

صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که ایران چېرې د بدل په غرض کوم گام واخیستلو نو امریکا به ورته "ډیر زر او ډیر سخت" ځواب ووايي. امریکايي صدر وویل په ایران د ځوابي گام دپاره امریکې ٥٢ هدفونه انتخاب کړې دي چې پکې د "لوړې کچې" ثقافتي نخښې هم شاملې دي.

د امریکې د غربي اتحادیانو دریځ

د برطانيي پوځي مشرانو حکومت ته مشوره ورکړې ده چې په عراق کې پرځای د ۴٠٠ برطانوي عسکرو او د منځني ختیځ په نورو برخو کې د برطانوي ځواکونو د تحفظ دپاره دې ١٠٠٠ اضافي پوځیان ولېږل شي.

د عراق پارلېمنټ یو قرارداد منظور کړی دی چې غواړي خارجي ځواکونه دې د هېواد څخه وځي او د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن په منځني ختیځ کې د عسکرو شمیر د زیاتولو وړاندېز رد کړی خو په عراق کې برطانوي عسکرو ته یې امر کړی چې درنه وسله دې ولري او د برطانيي سفارتي ودانیو تحفظ دې وکړي. برطانیه ویره لري چې د ایران پلویان د برطانيي په سفارتي ودانیو حمله کولی شي او برطانوي سفارتکاران نیولی شي.

د برطانيی د دفاع وزیر بېن وېلېس د اتوار، یکشنبې، په ورځ د هېواد سمندري ځواکونو ته امر کړی چې په منځني ختیځ کې دې د تېلو ټنېکرې بدرگه کړي. په منځني ختیځ کې د زیات شوي تاوتریخوالي په مهال دا غربي قوتونه دا ویره لري چې ایران به د غربي هیوادونو د تېلو ټنېکرې یا ونیسي او یا به یې په اوبو کې غرقې کړي.

په جنرل سلېماني د حملې په اړه د یورپي ملکونو مایوسي

فرانس او هالېنډ لکه د امریکې په ډول خپلو شهریانو ته د عراق نه د وتلو امر کړی دی. د خالي، شنبې، په ورځ په بغداد کې د امریکې سفارتخانې سره نژدې راکټې غورځېدلې وې.

که څه هم د امریکې غربي اتحادیان دا خبره مني چې د ایران جنرل سلېماني په ترهگرو فعالیتونو کې لاس لرلو خو دوی په ایرانی جرنیل د حملې په اړه مایوسي څرگنده کړې ده او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د خالي، شنبې، په ورځ وویل برطانيي او نورو یورپي اتحادیانو ورسره د اطمینان وړ مرسته نه ده کړې. هغه وویل برطانویانو، فرانسویان او جرمنیان باید په دې خبر شي چې "مونږ په یورپ کې هم د خلکو ژوندونه محفوظ کړل."

په داسې مهال چې اسرائیل تشویش لري چې د لبنان ایران پلوه حزب الله ډله د جنرل سلېماني د وژنې په بدل کې په اسرائیل حملې کولی شي، د اسرائیل پوځي مشرانو هم د هېواد دفاعي انتظامات سخت کړې دي. په بېروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله پلویانو په جنرل سلېماني د حملې په ضد مظاهرې کړې دي او د حزب الله مشرانو د انتقام خبرې کړې دي.

د لبنان ایران پلوه حزب الله ډله

د حزب الله د مشرانو په خبرو کې د ایران روحاني مشر ایت علي خامنايي د وینا عکسونه لیدل کېدل چې امریکې ته یې د سخت انتقام دړکه کړې ده. جنرل سلېماني د خامنايي نژدې ملگری و او خامنايي ورته په ژوند د شهید نوم ورکړی و.

زیاتره څېړونکي وايي امریکې نه د انتقام اخیستلو دپاره به ایران هم د جنرل سلېماني په طریقه په منځني ختیځ او په افغانستان کې په امریکايي هدفونو د گرازونو کوښښ کوي. د وي او ای څېړنه وايي په افغانستان کې د ایران د طالبانو سره روابط لري. څېړنه وايي جنرل سلېماني په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونو د ته زیان رسولو کوښښ کولو چې دا رنگ په سیمه کې د امریکې د جنگېدو حوصله کمزوري کړی.

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو مشر جنرل غلام علي ابوحمزه د خالي، شنبې، په ورځ د ایران حکومتي رېډیو سره خبرو کې د هرمز په سمندري تنگي کې د تېلو په ټېنکرو د حملو امکان څرگند کړو. خو د دې نه علاوه هغه وویل په سیمه کې په امریکايي مفاداتو د حملو امکان موجود دی. " ایران د ډیر وخت راهسې په سیمه کې د امریکې بنیادي هدفونه نخښه کړي دي... په سیمه کې خوا او شا ٣٥ امریکايي هدفونه او د دې ترڅنگ تل ابیب ته مونږ رسېدلی شو."

ایران کوم ځای په سمدستي ډول ځوابي حمله کولی شي؟

څېړونکي گڼي چې د ایران دپاره امریکې ته په سمدستي توگه د ځواب ورکولو ځای عراق دی چرته چې د شیعه ایران پلوه ملېشو دا واضحه کړې ده چې دوی امریکا د عراق ته وتلو ته مجبوروي.

په جنرل سلېماني د حملې وروسته په عراق کې د ایران پلوه یوې ملېشې مشر قېص الخزالي خپلو وسله والو ته د تیار اوسېدو امر وکړو.

د لنډن سکول اف اکنامکس د منځني ختیځ څېړونکی ټوبي ډاج وايي د سمدستي ایراني ځواب توجه په عراق کېدلی شي خو د دې نه علاوه د شام په کرد سیمو کې پرځای د غربي هېوادونو ځواکونه هم په هدف کېدلی شي.

خو څېړونکي وايي د عراق او شام نه بهر هم د ایران دپاره په ممکنه توگه د وهلو هدفونو فهرست اوږد دی خو پوځي او استخباراتي مامورین د دې اندازې لگولو کوښښونه کوي چې ایران به کله او په کوم ځای کې حمله کوي.

امریکايي مامورینو د نومونو نه څرگندولو په شرط د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن ته ویلي داسې ښکاري چې ایران د لنډې او منځنۍ فاصلې پورې تلونکو مزایلو د حملو دپاره تیاری کوي.

ځینې څېړونکي وايي د امریکې نه علاوه ایران به کوښښ کوي چې په سیمه کې د امریکې په پلویانو هم حملې وکړي چې دا ډول امریکې د دوی کومک گران کړي.

په جنرل سلېماني د حملې وروسته د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني د ایران د رضا کولو په خاطر د تهران سفر وکړو. امریکايي ریپر نومې ډرون چې جنرل سلېماني یې په هېل فایر مزایل وویشتلو، د قطر نه پرواز کړی و. امریکا په قطر کې پوځي اده لري.

د ایران حکومتي مطبوعاتو ترمخه، د قطر خارجه وزیر د ایران صدر حسن روحاني ته وویل " دې نه وړاندې داسې گام نه دی اخیستل شوی نو ځکه مونږ بې ارامه او اندېښمن یوو."

د قطري وزیر سره د ملاقات وروسته حسن روحاني په یو بیان کې وویل ایران امید لري چې گاونډي هیوادونه به په واضحه توگه په جنرل سلېماني د حملې غندنه وکړي.

خو غربي سفارتکاران وايي په سیمه کې د امریکې نژدې اتحادیانو، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو، په غیر رسمي ډول د جنرل سلېماني د وژل کېدو هرکلی کړی ځکه چې دوی د ډیر وخت راهسې په سیمه کې د دغه ایراني جرنېل د کردار غندنه کوي.

د ایران د ممکنه حملو فهرست

د ایران دپاره د هدفونو په ممکنه فهرست کې د قطر امکان نشته ځکه چې غربي څېړونکي او چارواکي وايي دوحه د ایران د سفارتي کوښښونو مرسته کوي. خو سعودي عرب او متحده عرب امارات د حملو په اړه تشویش لري.

د سعودي عرب خلاف د ایران احتمالي حمله د یمن هوثي باغیان کولی شي. ایران او سعودي عرب د ډیر وخت راهسې د دریم گړو دلارې په یمن کې په جنگ کې ښکیل دي.

یورپي استخباراتي مامورین په د ایران د حملې په اړه تشویش لري. په کال ٢٠١٧ کې ایران د برطانيي د پارلېمنټ په کمپیوټر نظام حمله کړې وه او د پارلېمنټ د غړو ایملې یې څرگندې کړې وې

غربي سفارتکاران او استخباراتي مامورین چې د یوې پوښتنې د ځواب په تکل کې دي، هغه دا چې ایران د کوم حد پورې د جنرل سلېماني په انتقام کې تللی شي؟ پوځي طاقت توله د امریکې په حق کې ده. امریکا په سیمه کې لکه د سعودي عرب او اسرائیل نژدې او طاقتور ملگري لري. ماهرین وايي په جنگ کې به ایران د زیات زیان سره مخامخ کیږي نو کتنه به دا وي چې ایران تر څومره حد پورې د امریکې په ضد تللی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG