لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د تیلو بېعې لوړیدو په سر یو شمیر ښارونو کې مظاهرې شوي


په ایران د امریکا لخوا لګیدلي اقتصادي بندیزونو او د هیواد دننه د بډو رشوتونو لکبله ناڅافه د تیلو بېعې سیوا کیدو لکبله د ایران په پینځه ښارونو کې مظاهرې شوي.

د سرکاري ادارې لخوا ناڅافه د تیلو د بیعو لوړیدو د اعلان وروسته په انټرنیت هم ایرانیانو سخت غبرګون ښودلی.

تیره ورځ د ایران د تیلو سرکاري ادارې بې د څه خبردارۍ په هیواد کې د تیلو بېعې ۵۰ ٪ سېوا کړي په داسې حال چې په ایران کې د تیلو بېعې کمې وي. د دغه اضافي له وجې د یو لېټر تیلو قیمت د ٨ نه تر ۱۳ فیصده پورې سېوا شوی.

د بېعو د زیاتوالې ترڅنګ د تیلو په کارولو کې د کمي راوستو لپاره سرکاري ادارې ویلي چې هر شخصي ګاډي ته به په میاشت کې یواځې د ۶۰ لېټره ګېس اخستو اجازه وي. او که څوک د دغې نه سېوا ګېس کاروي نو بیا به يې نرخ ۲۶ فیصده سېوا وي.

د ایران ناېب صدر محمد باقر نوبخت د ایران سرکاري ټي وي سره په خبرو کې ویلي چې د تیلو بېعې لوړولو او د تیلو اخستو حد ټاکلو حدف د غریبو لپاره حکومتي فنډونه جمع کول دي.

نوموړي ویلي په ایران کې ۶۰ میلینه داسې بې وزله خلک دي چې د ابادۍ دریمه برخه ده او حکومتي مرستو ته اړتیا لري. محمد باقر ویلي حکومت به دغه فنډونو د نغدو پېسو په شکل کې دغه غریبو خلکو ته ورکوي. ناېب صدر ویلي دغه پېسې ورکول به راروانه اونۍ یا په لسو ورځو کې شورو شي.

خو ګڼ شمیر ایرانیان د ایران حکومت دغه دریځ ردوي او وايي د دې ګامونو سره په بده اقتصادي وضعه کې په دوي مالي بوج نور هم سېوا شوی. د پنګو نړیوالې ادارې اندازې ښودلي چې روان کال به د ایران اقتصاد ۹ فیصده راکمیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG