ایران د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي مطبوعاتو دا رپورټونه رد کړل چې د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د قاتلانه حملې په سازش کې تهران لاس لري.
د امریکې سي اېن اېن ټېلې وېژن د نهې، سه شنبې، په ورځ دا خبر ورکړو چې امریکايي چارواکو څو هفتې وړاندې د انساني سرچېنې نه د پخواني صدر خلاف د مبینه ایراني سازش په اړه استخباراتي معلومات کړي وو چې په نتیجه کې يې د ټرمپ د تحفظ ګامونه سخت کړی شول. نورو امریکايي مطبوعاتو هم د مبینه سازش په اړه خبرونه ورکړي دي.
سي اېن اېن وویل مبینه سازش د خالي، شنبې، په ورځ په پېنسلوېنیا ریاست کې د جلسې په موقع په ټرمپ د ډزو سره تړون نه لرلو. په حمله کې ټرمپ زخمي او یو تن وژل شوی دی.
د امریکې نېشنل سېکیورټي کاونسل وویل د کلونو راهسې د پخواني صدر ټرمپ د حکومت چارواکو په ضد د ایراني دړکو څارنه کوي. امریکا دې ځکه کوي چې ایران دړکه کړې چې په کال ۲۰۲۰ کې د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني د وژل کېدو بدل به اخلي.
جنرل سلېماني د امریکې په ډرون حمله کې په عراق کې وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو دپاره ایراني مېشن د ایران په اړه د امریکايي مطبوعاتو الزامات بې ځایه وبلل چې بنیاد يې په بدنيتۍ دی.
د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني وویل ایران د ټرمپ په ضد مسلح حمله کې د هر ډول ککړتیا ردوي.
کنعاني وویل ایران دا عزم لري چې د جنرل قاسم سلېماني په وژنه کې د ټرمپ په مستقیم ډول د کردار هغه محاکمه کړي.
سلېماني د پاسداران انقلاب د خارجي عملیاتو د څانګې مشر و او په منځني ختیځ کې د ایران د پوځي عملیاتو سرپرستي کوله.
Forum