لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران دا غږونه رد کړي چې هېواد دې د تحمل نه کار واخلي

د تهران په یوه لاره کې د حماس د نوي ټاکل شوي مشر یحیا سېنوار تصویر لګول شوی دی
د تهران په یوه لاره کې د حماس د نوي ټاکل شوي مشر یحیا سېنوار تصویر لګول شوی دی

د ایران خارجه وزارت دا غږونه رد کړي چې په تهران کې د حماس د یو مشر د وژل کېدو په جواب ورکولو کې دې هېواد د تحمل نه کار واخلي، وايي په دې لړ کې د فرانس، جرمني او د برطانيي خواستونه منتق نه لري او د نړیوال قانون سره په ټکر کې دي.

دریواړو یورپي ملکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې په ایران او د ایران په اتحادیانو غږ وکړو چې په اسرایل د حملې نه دې ډډه وکړي.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني وویل د اسرایل په جرمونو د اعتراض کولو بغیر درې واړه یورپي ملکونه د ایران نه په زور تقاضا کوي چې د خپلې خودمختارۍ او علاقايي سلامتیا خلاف ورزۍ ته دې جواب نه ورکوي.

کنعاني په پېرس، برلېن او لندن غږ وکړو چې په مستقل ډول دې په غزه کې د جنګ او د اسرایل "جنګ پسندۍ" خلاف ودرېږي.

د ایران د سرکاري خبري ادارې ایرنا د رپورټ ترمخه، د ایران صدر د ګل، دوشنبې، په ورځ د برطانيي وزیراعظم ته وویل ایران حق لري چې د حماس رهنما اسماعیل هنیه وژل کېدو ته جواب ووايي او دا به په اینده کې د جارحیت حوصله شکني وکړي.

په عین حال کې د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جان کربي خبرداری وکړو چې اسرایل او د اسرایل اتحادیان دې د ایران د حملو دپاره تیار وسي چې په احتمالي توګه دا هفته کېدلی شي.

په سیمه کې په تاوتریخوالي کې اضافې ته په جواب کې د امریکې د دفاع وزیر لواېد اسټن د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې مزایل بردار ابدوز یواېس اېس جورجیا ته امر وکړو چې منځني ختیځ ته تګ وکړي او امریکايي بحري بېړې یو اېس اېس ابراهم لېنکن ته يې امر وکړو چې منځني ختیځ ته خپل سفر ګړندی کړي.

د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا منځني ختیځ ته ابدوز لېږل ایران ته څه پېغام دی، نو د پېنټګان یا د امریکې د دفاع وزارت ترجمان مېجر جنرل پېټ رایډر وویل بالکل.

جنرل رایډر د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل دا پېغام د لېږلو کوښښ کوي چې امریکا په سیمه کې تاوتریخوالی د کمولو لارې چارې لټوي خو د دې ترڅنګ د خپلو ځواکونو او د اسرایل د دفاع دپاره په سیمه کې صلاحیتونه هم لرل غواړي.

په ایران د تحمل د غږ تر څنګ یورپي ملکونو په غزه کې د جنګ بندۍ، د حماس د ولکې نه د یرغمالانو د ازادۍ او غزه ته بغېر د څه خنډ د امداد رسوول کېدو حمایت هم وکړو.

دریو واړو ملکونو جنګ بندۍ دپاره د امریکې، قطر او د مصر د کوښښونو حمایت هم وکړو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ حماس وویل وسله والو يې یو اسرایلي یرغمال وژلی او دوه نور یې زخمیان کړي دي.
د حماس ترجمان ابو عبېده وویل یرغمال یو محافظ د فلسطینیانو د قتل عام په سر وژلی دی. هغه وویل دوه ښځینه یرغمالانې په جدا پېښه کې زخمي شوي دي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي. وزارت وايي وژل شوي زیاتره ښځې او ماشومان دي خو اسرایل وايي په زرګونو وسله وال هم په غزه کې په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG