لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسن روحاني: ایران به د یورېنیم د صفا کولو کچه زیاتوي


د نطنز ایټمي مرکز دغه تصویر مېکسر ټېکنالوجیز نومې کمپنۍ شایع کړی او ای اېف پي خبري ادارې مطبوعاتو سره یې شریک کړی
د نطنز ایټمي مرکز دغه تصویر مېکسر ټېکنالوجیز نومې کمپنۍ شایع کړی او ای اېف پي خبري ادارې مطبوعاتو سره یې شریک کړی

د ایران صدر حسن روحاني ویلي په نطنز اېټمي مرکز د حملې په ځواب کې به یې هېواد د یورېنیم د صفا کولو کچه ۶۰ فیصد ته ورسوي.

د کابېنې غوڼدې ته وېنا کې ایراني صدر وویل د ایران دغه فېصله د "ستاسو ورانکارۍ ته ځواب" دی.

د وي او ای رپورټ وايي ایران تر اوسه پورې تر ۲۰ فیصد پورې صفا شوي یورېنیم تیاروي. د اېټمي وسلو دپاره د یورېنیم د صفايي کچه ۹۰ فیصد پورې وي.

ایراني مامورینو اتوار، يکشنبې، په ورځ د هېواد په نطنز اېټمي مرکز د حملې الزام په اسرایل پورې کړی دی.

اسرایل د حمله ذمه واري نه ده منلې خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي او اسرایلي استخباراتي چارواکو له قوله ویلي په حمله کې د اسرایل "رول" کردار و.

د نیویارک ټایمز ترمخه د ایران د نطنز په پېښه کې د چاودنې وروسته د اېټمي مرکز د بجلۍ ټول نظام تباه شو او سېنټرې فیوجز ته د بجلۍ رسد هم قطع شو.

په حمله کې په اېټمي مرکز کې د یورېنیم تیارولو الات یا سېنټرې فیوجز ته زیان رسېدلی دی.

حسن روحاني وویل د زیانمن شویو "ايي ار ون" ډول زړو سېنټرې فیوجز په ځای به نوي "ايي ار" شپږم ډول سېنټرې فیوجز لګولی شي.

په کال ۲۰۱۵ کې د ایران او د امریکې په شمول د نورو مغربي ملکونو سره د شوي معاهدې ترمخه ایران دپاره د یورېنیم د صفايي حد درې اشاریه اووه شپېته فیصد ټاکل شوی چې دا اندېښمنې لرې کړی شي چې ګنې ایران اېټمي وسلې تیاروي.

ایران وايي اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو، د توانايي د پېداوار او د طب په برخه کې د استعمال دپاره دی.

په کال ۲۰۱۸ کې د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووېستله او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا ولګولې. صدر ټرمپ به وېل چې دغه معاهده د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نېسي.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې ددغه ګام نه وروسته ایران هم د معاهدې د بندیزونو په ضد یو شمېر ګامونه اخیستې دي چې پکې د یورېنیم د صفايي کچه زیاتول او د یورېنیم په ذخیره کې اضافه شامل دي.

د صدر ټرمپ جانشین او د امریکې موجوده صدر جوبایډن د ایران په اېټمي معاهده کې د بیا شاملېدو خواهش ظهار کړی او په دې لړ کې د دواړو ملکونو غېر مستقیم مذاکرات هم شروع شوي دي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د نهې، سه شبنې، په ورځ وویل د ایران اعلان "راپارونکی" وبللو او ویې وېل پکار ده چې د ایران د اېټمي معاهدې نور فریقېن ـ برطانیه، چین، فرانس، روس او جرمني ـ یې رد کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG