د ایران د پاسدارانِ انقلاب نیم پوځي ځواک کمانډو عسکر هرمز تنګي ته نیژدې په خلیج کې له یوه هیلیکاپټره هغې کنټینر بېړۍ ته ور کښته شوي او نیولې یې ده چې له اسرایل سره تړاو لري.
د ایران سرکاري ایرنا خبري ایجنسۍ وایي، د پاسدارانُ انقلاب د سمندر ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورسز څانګې د شنبې- خالي په ورځ پر دغې پرتګالي بیرغ لرونکې ایم ایس سي اریز تجارتي کښتۍ باندې برید کړی او قبضه کړې یې ده.
ایم ایس سي اریز تایید کړه چې په دې کښتۍ کې 25 عمله سپاره دي او دوی "له اړوندو چارواکو سره له نیژدې کار کوي چې د هغوی خوندیتوب او د کښتۍ خوندي راستنیدل ډاډمن کړي".
پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د ایران سمندري ځواکونه په رسۍ له هلیکاپټره دغې کښتۍ ته ور کښته کیږي.
د اسرایل پوځ ویلي چې ایران به د حالت د لاخرابېدو نتیجې وویني. د اسرایل د دفاعي ځواک ویاند ډېنیل هګاري په یوه ویډیو کې ویلي ځواکونه یې تیار دي او د ایران د هر ډول تېري مخه به ونیسي.
د هرمز تنګی خلیج د هند له سمندر سره نښلوي او د امریکې د انرجۍ د معلوماتو ادارې په وینا هر کال د نړۍ د تېلو د کلني مصرف تر پینځمې برخې زیات تېل له دې لارې تیریږي.
امریکې د جمعې په ورځ وویل وروسته له هغې سیمې ته پوځي اضافي ځواکونه لېږي چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې په دمشق کې ایران د خپل سفارت پر کونسلګرۍ باندې د وژونکي برید د غچ اخیستو ژمنه وکړه.
صدر جو بایډن ویلي په اسرایل باندې د ایران د برید امکان شته، خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې په دې برید کې به د ایران حکومت بریالی نه شي او وایي د اسرایل ملاتړ به کوي.
په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نېټه د ایران پر کونسلګرۍ په هوايي برید کې د دوو جنرلانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو اندېښنه زیاته کړې ده.
Forum