لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسرایل د حملې په سر امریکې او اتحادیانو يې په ایران پابندۍ ولګولې


په دې تصویر کې د ایران هغه بېلېسټېک مزایل لیدل کېږي چې په اسرایل کې غورځېدلی دی. په ایران د امریکې او اتحادیانو په بندیزونو کې هغه کسان او کمپنۍ په هدف شوي چې د ایران پوځ ته ورکوي
په دې تصویر کې د ایران هغه بېلېسټېک مزایل لیدل کېږي چې په اسرایل کې غورځېدلی دی. په ایران د امریکې او اتحادیانو په بندیزونو کې هغه کسان او کمپنۍ په هدف شوي چې د ایران پوځ ته ورکوي

په اسرایل د حملې په سر امریکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ایران پابندۍ ولګولې او هغه افراد او کمپنۍ يې په نخښه کړې چې د ایران پوځ ته وسله او نور مواد ورسوي.

د امریکې صدر جوبایډن په یو بیان کې وویل په اسرایل حمله په ناکامه کولو کې يې مرسته کړې او اوس د ایران احتساب کوي او په ایران نوي بندیزونه او د برامداتو قدغنونه لګوي.

بایډن د ایران پلویان ته هم خبرداری ورکړو او ویې وېل دا واضحه ده چې هغه څوک چې د ایران د حملو ملاتړ کوي، امریکا د اسرایل تحفظ ته ژمنه لري او په سیمه کې د خپلو امیني ځواکونو او همکارانو د تحفظ دپاره به هر ضروري ګام په اخلي او د مخالفینو احتساب به کوي.

امریکې او اتحادیانو يې په ایران بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړي چې اسرایل د ایران د حملې په جواب ورکولو غور کوي.

د ایران صدر ابراهیم رییسي د سرښار تهران سره نږدې د پوځیانو کلیز پرېډ ته وویل که اسرایل په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته دروند او سخت جواب ورکوي.

د امریکې د خرانې وزارت وویل په ایران د پابندیو په لړ کې ۱۶ کسان او هغه دوه ادارې چې ایران ته ډرون ورکوي او په پینځو کمپنیو بندیزونه لګول شوي چې د ایران د فولادو کارخانو ته د پرزو رسد کوي.
د بندیزونو ترڅنګ د امریکې د تجارت وزارت د الېکټرانېک تجارتي سامان ته د ایران په لاس رسي قدغنونه ولګول.

د امریکې د خزانې وزیرې جېنېټ یلن وویل په ایران بندیزونو کې د برطانیې په شمول نور اتحادیان هم شامل دي چې د ایران په ضد به اقتصادي ګامونه اخلي.

د امریکې او د نورو مغربي ملکونو د تازه بندیزونو په اړه د ایران دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو په تېرو وختونو کې ایراني چارواکو د خپل هېواد په ضد پابندیو غندنه کړې ده.

په ایران د بندیزونو نه یوه روځ مخکې قریباً ۵۰ ملکونو په یو مشترکه بیان کې په اسرایل د ایران د مزایل او ډرون حملو غندنه کړې او په ټولو فریقېنو یې غږ کړی چې کړکېچ د نور پراخېدو مخنیوي دپاره دې کوښښونه وکړي او لوظ یې وکړو چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالي د ختمولو دپاره به په سفارتي کچه همکاري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د ۵۰ واړو ملکونو مستقل استازو د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري شوي بیان کې وویل په اسرایل د ایران حمله د ایران او د ایران پلوه وسله والو د هغه ګامونو څخه وروستی ګام دی چې نړیوال امن او امان ته خطر راولاړوي.

په اسرایل د ایران د حملې د غندنې بیان د البانیه، ارجنټیان، اسټرېلیا، اسټریا، بېلجیم، برطانيې، بلغاریه، کېنېډې، کرواېشیا، قبرص، چېک ريپبلېک، ډېنمارک، اېکوېډور، اېستونیا، فېن لېنډ، فرانس، جرمني، یونان، هنګري، ایس لېنډ، ایرلېنډ، اسرایل، اټلي، جاپان، لېټویا، لېچسټین، لګسمبرګ، مالټا، مولدویا، موناکو، مونټینېګرو، هالېنډ،‌ نیوزي لېنډ، ناروی، مایرونېشیا، پاولو، پاپوا نیو ګني، پولېنډ، پرتګال، جنوبي کوریا، رومانیا، سلواکیا، سلوېنیا، سپین، سویډن، یوکرېن او د امریکې د متحده قومونو استازو جاري کړی دی.

د دې باوجود چې مغربي ملکونه په اسرایل غږ کوي چې زغم نه دې کار واخلي او په منځني ختیځ کې جنګ د زیاتولو نه دې ډډه وکړي، د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د خپلې خوښې په طریقه به ایران ته جواب ورکوي.

امریکې، يورپين یونین او د اوو لویو صنعتي ملکونو اتحاد جي سېون په ایران د پابندیو د سختولو ارادې اعلان کړي دي. د دې ګام مقصد د اسرایل ملاتړ او اسرایل مخه نیول دي چې په ایران جوابي حمله و نه کړي.

اسرایلي وزیر اعظم د اسرایل په دوره ورغلې د برطانيې خارجه وزیر ډېوډ کېمرون او د جرمني خارجه وزیرې انالینا بېرباک سره ولیدل. دواړه خارجه وزیر د مغربي ملکونو د هغو کوښښونو په لړ کې اسرایل ته ورغلي وو چې د اسرایل او ایران شخړه د زیاتېدو مخه ونېسي، په داسې حال کې چې د اسرایل او د حماس جنګ اوومې میاشت ته داخل شوی دی.

د نېټن یاهو دفتر وویل اسرایلي وزیراعظم د دواړو خارجه وزیرانو شکریه ادا کړه او ویې وېل چې دا خبره واضحه کول غواړي چې اسرایل به خپله فېصله پخپله کوي او د اسرایل ریاست به د خپلې دفاغ دپاره هر ضروري ګام اخلي.

د دې نه مخکې کېمرون ویلي وو دا خبره واضحه ده چې اسرایل د اسرایل د سلګونو مزایلو او د ډرون د حملې جواب ورکولو منصوبه سازي کړي. په اسرایل د ایران ویشتل شوي زیاتره مزایل او ډرون د اسرایل او د اسرایل اتحادي ملکونو راغورځولې دي.

ایران ویلي د خالي، شنبې، په ورځ په اسرایل یې حمله د اپرېل په وړمبۍ نېټه د شام په سرښار دمشق کې د ایران په کونسلخانې د اسرایل د هوايي حملې په بدل کې کړې. د ایران په سفارتي ودانۍ حمله کې د ایران ځینې لوړ رتبه پوځي چارواکي وژل شوي دي.

د جرمني خارجه وزیرې بېیرباک وویل تاوتریخوالی زیاتېد د هېڅ چا په ګټه نه دی چې په کې هغه یرغمل کسان هم شامل دي چې حماس په اووم اکتوبر په اسرایل په حمله کې نیولي دي. د جرمنې خارجه وزیرې زیاته کړه چې تاوتریخوالی زیاتېدل د غزه په مشکلاتو کې د ښکیلو خلکو په ګټه دی او نه هم د ایران د ولس په ګټه دی چې د "رژیم" د لاسه زورول کېږي. هغې زیاته کړه چې تاوتریخوالی زیاتېد په سیمه کې د نورو ملکونو په ګټه هم نه دی.

اسرایل وايي د خپل باور د تحفظ دپاره به د حملې جواب ورکوي.

د ایران صدر ابراهیم رییسي د سرښار تهران سره نږدې د پوځیانو کلیز پرېډ ته وویل که اسرایل په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته دروند او سخت جواب ورکوي.

په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو او د دې په جواب کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې په لبنان، شام، یمن او عراق کې د ایران پلوه وسله والو او د اسرایل جګړې هم شوي دي.

د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې،‌ د غزه د صحت وزارت وايي، په فلسطیني سیمه کې قریباً ۳۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.‌په وژل شویو کسانو کې د حماس وسله وال هم شامل دي.

امریکايي چارواکي وايي په اسرایل د ایران په حمله کې چې د ایران د خاورې نه په اسرایل وړمبۍ حمله وه، ۱۱۰ بېلېسټېک مزایلې، ۳۰ کروز مزایلې او د ۱۵۰ نه زیات په چاودېدونکو موادو بار ډرون استعمال کړي دي. امریکايي چارواکي وايي په عراق، شام او یمن کې د ایران په ملاتړ جنګېدونکي وسله وال هم په اسرایل د ایران په حمله کې شامل وو.

ایران په اسرایل حمله یوازنی ګام بللی خو ویلي يې دي چې که چېرې اسرایل جوابي حمله کوي نو ایران به ورته چټک جواب ورکوي.

په اسرایل د ایران د حملې وروسته د اسرایل د جنګ کابېنې په تېرو څو ورځو کې یو شمېر غونډې کړي او ایران ته په جواب یې غور کړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG