لاس رسیدونکی لینک

 
د ایران خارجه وزیر به د غربي هېوادونو د خارجه وزیرانو سره وېني
تازه خبر

د ایران خارجه وزیر به د غربي هېوادونو د خارجه وزیرانو سره وېني


صدر ټرمپ خپله لاس لیک شوي حکمنامه ښايي چې د ایران سره معاهده د ختمولو اعلان پکې شوی دی
صدر ټرمپ خپله لاس لیک شوي حکمنامه ښايي چې د ایران سره معاهده د ختمولو اعلان پکې شوی دی

په داسې مهال چې امریکا په ایران د هېواد د اېټمي پروگرام په سر اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کوي، د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف به د برطانيي، چین، روس، فرانس او جرمني خارجه وزیرانو سره په کال ٢٠١٥ م کې ترسره شوي اېټمي معاهدې په اړه خبرې کوي.

د ایران حکومتي مطبوعاتو د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپلو رپورټونو کې وویل د غربي هېوادونو د خارجه وزیرانو سره د جواد ظریف غونډه به د جمعې په ورځ د اسټریا سرښار ویانه کې کېدونکي ده.

امریکا هم د ایران سره شوي معاهدې فریق و خو صدر ټرمپ د لوظنامې نه د وتلو اعلان کړی دی. روس، چین، برطانیه، فرانس او جرمني د ایران ایټمي معاهده پرځای ساتل غواړي.

اېټمي معاهده پرځای ساتلو دپاره د ایران صدر حسن روحاني هم سفارتي کوښښونه کوي او دا هفته به د سوېټزرلینډ او د اسټریا سفر کوي.

صدر روحاني ویلي امید کوي چې د ایران سره معاهده پرځای ساتلو دپاره به یورپي هېوادونه په راتلونکو ورځو کې گامونه اعلان کړي.

صدر ټرمپ د مۍ په میاشت کې د معاهدې د وتلو اعلان کړی دی. د ایران سره شوي معاهدې هدف د دا خبره یقیني کول وو چې ایران اېټمې وسله ترلاسه نکړی شي. په بدل کې مغربي هېوادونو په هېواد لگولې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.

که څه هم ایران وايي د اېټمې پروگرام هدف یې وسله جوړول نه دي خو صدر ټرمپ وايي لوظنامې د وسلې په تکل کې د ایران مخه نشي نیولی. هغه ویلي د ایران د مزایلو په پروگرام دې هم پابندۍ ولگول شي او د هېواد سره دې بهتره معاهده لاس لیک کړی شي.

د گل، دوشنبې، په ورځ امرېکې د ایران د بېنکونو او د توانايي په نظام سختې پابندۍ د بیا پرځای کولو تگلاره اعلان کړه او وې یې ویل چې ایران باید د یو عادي ملک په رنگ رویه اختیار کړي.

یو امریکايي چارواکي وویل په ایران تر دې حده فشار زیاتول غواړي چې د تېلو امدن یې صفر شي.

په ایران د پابندو ترڅنگ امریکې خبردار کړی دی چې د ایران سره لېن دېن کونکو هېوادونو بابندې به هم بندیزونه ولگوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG