لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودی ولي عهد: که ایران اېټم بم جوړ کړو نو سعودي عربستان به یې هم جوړوي


سعودي ولي عهد محمد بن سلمان
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د ایران تر ټولو لوې روحاني رهبر علي خامنه ای تشبېه د هټل‏ر سره کړې ده او ویلي یې دې که چېرې ایران اېټم بم جوړ کړو نو سعودي عرب به یې هم زر جوړ کړي.

د امریکې سي بي ایس ټېلې وژن سره مرکه کې چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ به نشر کیږي، شهزاده سلمان وویل "سعودي عرب اېټمي وسله ترلاسه کول نه غواړي خو په دې کې هیڅ شک نشته چې که چېرې ایران اېټم بم تیار کړو نو مونږ به هم چې څومره زر ممکنه وی، جوړوو."

د ٣٢ کلن سعودي ولي عهد د مرکې لږه برخه سي بي ایس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپره کړه.

محمد بن سلمان وویل د ایران د روحاني مشرعلي خامنه ای ذهني سوچ د هغه وخت د هټلر په رنگ دی کله چې جرمني په یورپ کې د یو طاقتور هېواد په توگه راپورته کیدو.

ایران تر ټولو لوې روحاني مشر علي خامنه ای
ایران تر ټولو لوې روحاني مشر علي خامنه ای

محمد بن سلمان وویل علي خامنه ای د منځنځي ختیځ دپاره خپلې منصوبې لري. هغه زیاته کړه "په نړۍ او په یورپ کې تر هغه وخت پورې خلکو ته نه وه معلومه چې هټلر څومره خطرناک سړی دی ترڅو هغه واقعات نه وو رامنځته شوي کوم چې رابرسیره شول."

سعودي شهزاده زیاته کړه "زه نه غواړم چې په منځني ختیځ کې هم دغه رنگ واقعات رامنځته شي."

د محمد بن سلمان نه تپوس وشو چې آیا د ایران او د سعودي عرب ترمنځ موجوده اختلافات د سلگونو کلونو زوړ رقابت برخه ده؟ نو هغه وویل "ایران د سعودي عرب حریف نه دی. د ایران پوځ د اسلامي دنیا په وړمبو پنځو پوځونو کې نه دی شامل. سعودي اقتصاد د ایراني اقتصاد نه لوې دی. ایران د سعودي عرب مساوي نه دی."

سني سعودي عرب په ایران الزام لگوي چې په عرب هېوادونو کې د وسلوالو ملاتړ کوي او ایران په سعودي عرب د سني وسلوالو ډلو د کومک الزام لگوي.

په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ خپرولو په کوښښونو کې ایران او سعودي عرب په عراق، یمن او شام کې د یو بل مخالف گوندونو او ډلو حمایت کوي.

د امریکې د کانگرس ځینې غړو د اېټمې وسلو په اړه د محمد بن سلمان په خبرو بېلا بیل ردعمل څرگند کړی دی.

د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ سېنېنټر بل نېلسن وویل د ایران د اېټمې وسلو د تکل په نتیجه کې به په سیمه کې د اېټمې وسلو مقابله شروع شي.

د ریپلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکی د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په کال ٢٠١٥ م کې د ایران او د امریکې په شمول د شپږو نړيوالو قوتونو ترمنځ د اېټمي معاهدې سخت مخالف دی او وايي ددې بیا تصدیق به نه کوي. هغه وايي معاهدې په ترڅ کې به ایران اېټمي صلاحیت ترلاسه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG