لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: شام کې پر کونسلګرۍ برید ته به جواب وایو، امنیت شورا باید بیړنۍ غونډه را غواړي


د ځینو نورو هېوادونو غوندې ایران هم په شام کې پر خپله کونسلګرۍ د اسرایل برید په کلکه غندلی او د جوابي برید خبرداری یې ورکړی. تهران د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په دې اړه د بحث لپاره بیړنۍ غونډه را وغواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شام په دمشق کې د خپلې سفارتخانې سره څنګ ته پر کونسلي څانګه برید د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او غوښتنه یې کړې چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه یې نه یواځې باید وغندي بلکې د دې "یرغل" خلاف دې ضروري ګامونه واخلي.

د ایران په کونسلګرۍ باندې د دوشنبې- ګل په ماښام د اسرایل په مشکوک هوایي برید کې د ایران د پاسدارانِ انقلاب درې لوړپوړي پوځي کمانډران او څلور نور پوځیان وژل شوي وو، خو په برید کې د سفارتخانې ودانۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

د ایران صدر ابراهیم رئیسي ویلي د دې برید جواب به ورکوي، د ایران د سرکاري رسنیو د خبر له مخې صدر رئیسي نن د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي:

"د مزاحمتي محاذ د عزم په ختمولو کې ناکامه شوی دی او اوس صیهیونیسټ رژیم [اسرایل] د ځان د ژغورلو لپاره بیرته په خپله ایجنډه کې ړندې وژنې شاملې کړې دي. باید پوه شي چې هیڅکله به خپل مقصدونه تر لاسه نه کړي او دغه بزدلانه جرم به یې بې جوابه پاته نه شي".

د ایران سرکاري ټیلیویژن د سه شنبې- نهې په ورځ خبر ورکړی چې د ایران سترې ملي امنیتي شورا- چې د ملک مهمې پرېکړې کوي- د دوشنبې- ګل په ورځ ناوخته غونډه کړې او اسرایل ته یې "د اړتیا وړ" جواب ورکولو پرېکړه کړې ده.

ټیلیویژن وایي دا غونډه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په مشرۍ شوې ده، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

پاکستان، سعودي عرب، متحده عرب امارات، قطر، عراق، اردن، عمان، یمن، کیوبا، وینزوېلا، روس او حزب الله ډلې پر ایراني کونسلګرۍ باندې برید غندلی دی او دا یې د شام د خپلواکۍ خلاف ګام بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یو بیان کې ویلي، د اسرایل د دې "ناوړه برید" د ټولو اړخونو په اړه پلټنې یې روانې دي او وایي د اسرایل "صیهوني حکومت" به یې د نتایجو ذمه واري پر غاړه اخلي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیرې زهرا ارشادي د دوشنبې- ګل په ورځ په یو لیک کې له امنیت شورا غوښتي چې "د دې سترې سرغړونې" په اړه بحث وکړي او په راتلونکي کې د داسې اقداماتو مخه ونیسي چې سفارتي چارې له خطر سره مخ کوي: مېرمن ارشادي لیکلي:

"د داسې غندنې وړ عمل پراخو نړیوالو اغېزو ته په کتو چې په سیمه کې د شخړې د زیاتېدو او د نورو هیوادونو د ممکنه ښکېلتیا سبب کېدای شي، ایران له امنیت شورا غواړي چې په شام کې د اسرایل دا بې جوازه جرم او د ترهګرۍ عمل په کلکو ټکو وغندي."

اسرایل د دې برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. اسرایل له اوږدې مودې راهیسې په شام کې د ایران پلوه وسلوالو پر مرکزونه بریدونه کوي، خو دا لومړی ځل دی چې د ایران پر سفارتي ودانۍ یې برید کړی دی.

په شام کې د ایران سفیر حسېن اکبري هم د دغه برید له کبله اسرایل غندلی او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.

په اکتوبر کې په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې د پیل او د لبنان-اسرایل پر پوله د اسرایل د پوځ او حزب الله د جنګیالیو تر منځ د نښتو له زیاتېدو راهیسې په شام کې د اسرایل بریدونه زیات شوي دي.

د تېر کال په دسمبر کې هم دمشق ته څېرمه د اسرایل په یو هوايي برید کې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو سلاکار سید رازي موسوي وژل شوی وو.

په تېره جنورۍ میاشت کې هم په دمشق کې پر یوې ودانۍ ورته برید لږ تر لږه پینځه ایراني سلاکاران وژلي وو. تېره اوونۍ هم د عراق پولې ته څېرمه د شام په ختیځ ولایت دیرالزور کې هوايي برید یو ایرانی سلاکار وژلی وو.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG