لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: د اېټمي معاهدې په اړه خبرې به دا هفته بیا شروع شي


د ایران د اېټمي معاهدې په اړه د مذاکراتو وروستۍ پېنځه ورځنۍ ناسته تېره هفته په ویانا کې بې ثمره ختمه شوه
د ایران د اېټمي معاهدې په اړه د مذاکراتو وروستۍ پېنځه ورځنۍ ناسته تېره هفته په ویانا کې بې ثمره ختمه شوه

ایران ویلي د هېواد د اېټمي معاهدې په اړه د خبرو بل دور به دا هفته په ویانا کې شروع کېږي او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري وویل ایران دا غوښتنه هم وکړه چې د مذاکراتو ګډون وال دې د ایران اېټمي معاهده بحالولو دپاره شفاف تجویزونه وړاندې کړي.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان سعید خطبزادی په تهران کې وویل چې ایران داسې دستاوېزات پېش کړي دې چې پکې د هغو ګامونو تفصیل ورکړی شوی دی چې ایران به د 2015 د معاهدې په خلاف ورزۍ کې اخیستل شوي ګامونه څنګه بېرته اخلي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د دغو ګامونو په بدل کې ایران توقع لري چې د هېواد په ضد د مغربي ملکونو اقتصادي بندیزونه به لرې کړی شي.

د ایران د اېټمي معاهدې په اړه د مذاکراتو وروستۍ پېنځه ورځنۍ ناسته تېره هفته په ویانا کې بې ثمره ختمه شوه.

امریکې چې د ایران اېټمي معاهدې نه یې ځان وېستلی دی، وویل ایران د ویانا په خبرو کې سنجیده نه ښکاري او یورپي سفارتکارانو په ایران د خپلو لوظونه نه د په شا کېدو تور پورې کړو.

د یو ای ايي د قامي سلامتیا مشیر د ایراني صدر سره ولیدل
د یو ای ايي د قامي سلامتیا مشیر د ایراني صدر سره ولیدل

د ای پي خبري ادارې ترمخه روس چې ایران سره نژدې تعلقات لري هم د مذاکراتو په لړ کې د ایران د دریځ په اړه پوښتنې راپورته کړې.

اسرایل چې د ایران د اېټمي معاهدې په اړه په خبرو کې شامل نه دی خو د ایران د اېټمي معاهدې مخالفت کوي، صلاح مشورو دپاره یې د امنیت دوه اعلا رتبه چارواکي واشنګټن ته لېږلي دي.

د اسرایل وزیراعظم نفتالي بېنېټ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په ویانا کې د ایران سره خبرو کې ښکیل د هر ملک نه غوښتنه کوي چې د ایران په اړه دې سخت دریځ خپل کړي او ایران ته دې دا واضحه کړي چې ایران داسې نشي کولی چې یو خوا دې یورېنیم جوړوي او بلخوا دې مذاکرات هم کوي.

په ویانا کې د تېرې هفتې خبرې د پېنځو میاشتو د ځنډ وروسته شروع شوي وې. د ایران نوی حکومت پکې په لومړي ځل برخه اخلي او امریکې پکې په غېر مستقیم ډول شرکت کوي.

خطیبزادی دا امکان رد کړو چې ایران به عارضي معاهده قبوله کړي او یا به د یو فریق قدم په قدم ګامونو سره متفق شي.

په عین حال کې د متحده عرب اماراتو د قامي سلامتیا مشیر د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران د غیر معمولي سفر په مهال د ایران صدر ایراهیم ریيسي او د ایران د خپل هم منصب سره ولیدل.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ایران ته د شېخ طحنون بن زايد آل نهيان د دورې مقصد دا و چې د دواړو ملکونو ترمنځ د اوږدې مودې اختلافات ختم او همکاري زیاته کړي.

شېخ طحنون د ایران سفر په داسې حال کې کړی چې فرانس سره د متحده عرب اماراتو په دفاعي معاهده ایران تشویش څرګند کړی دی.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان سعید خطیبزادی د فرانس او د یو ای ايي په معاهده د تنقید په لړ کې وویل چې دا به په سیمه کې بې ثباتي پېدا کړي او د ایران دا عزم به نور هم مضبوط کړي چې خپل دفاعي صلاحیتونه زیات کړي.

فرانس د یو ای ايي سره د وسلې معاهده د جمعې په ورځ اعلان کړه.

د ای پي خبري ادارې ترمخه د معاهدې هدف د دواړو ملکونو ترمنځ دفاعي همکاري زیاتول دي. د رپورټ په قول دا په داسې حال کې چې دواړه ملکونه په خلیج فارس کې د ایران د هلوځلو په اړه تشویش لري.

د فرانس د دفاع وزارت وویل چې د 18 بېلین ډالرو مالیت معاهدې د لاندې چې د دواړو ملکونو ترمنځ تر ټولو درنه دفاعي سوده ده فرانس به یې یو ای ايي ته 80 جدید رفایل جنګي جهازونه ورکوي.

د فرانس د دفاع وزارت دا هم وویل چې یو ای ايي ته به د ایربس نومې کمپنۍ جوړې کړي 12 هېلې کاپټرې هم ورکوي.

یادونه: دا خبره د ای پي او رویټرز خبري ادارو د رپورټونو په بنیاد تیار کړی شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG