لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران خارجه وزیر وايي د تهران جوابي حمله به کره وي


د ایران خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د اټلي خارجه وزیر اېنتونیو تجانې سره د عراقچي په ټېلې فون د خبرو ذکر وکړو چې عراقچي په کې وویل ایران تاوتریخوالی زیاتول نه غواړي خو د دې نه ویرېږي هم نا
د ایران خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د اټلي خارجه وزیر اېنتونیو تجانې سره د عراقچي په ټېلې فون د خبرو ذکر وکړو چې عراقچي په کې وویل ایران تاوتریخوالی زیاتول نه غواړي خو د دې نه ویرېږي هم نا

د ایران خارخه وزیر عباس عراقچي د اټلي خپل هم منصب ته ویلي تېره میاشت په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر د وژل کېدو په جواب کې به ایران حمله ضرور کوي، دا به کره او په حساب کتاب کولی شي.

د ایران خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د اټلي خارجه وزیر اېنتونیو تجانې سره د عراقچي په ټېلې فون د خبرو ذکر وکړو چې عراقچي په کې وویل ایران تاوتریخوالی زیاتول نه غواړي خو د دې نه ویرېږي هم نا.

ایران تېره میاشت په تهران کې د هنیه د وژنې الزام په اسرایل لګولی خو اسرایل د دې خبرې نه تردېد او نه هم تاید کړی دی.

په هنیه د قاتلانه حملې وروسته دا تشویش راپورته شوي چې د په سیمه کې به د اسرایل او د حماس د جنګ او د اسرایل او حزب الله په یو بل روزانه د حملو ترڅنګ په پراخه کچه شخړه شروع شي.

د عراقچي د خبرو نه وړاندې د اتوار، یکشنبې، په ورځ اسرایل او په لبنان کې مېشته حزب الله په یو بل په سلګونو حملې وکړې.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د خپلې کابېنې غړو ته وویل په حزب الله حېرانوونکي او چقوونکي حملې کېږي. هغه زیاته کړه چې دا د اسرایل په شمالي سرحد حالات د بدلولو او د سیمې خلک په امن کې خپلو کورونو ته د ستنولو ګام دي خو د هغه په قول دا اخېری ټکی نه دی.

حزب الله د خپلو بریدونو په اړه وویل دا په بېروت کې تېره میاشت د اسرایل په حمله کې خپل وژل شوي یو کمانډر فواد شکر د وژل کېدو په بدل کې د وړمبي پړاو حملې دي. اسرایل په شکر د هغه حملې الزام لګولی و چې په کې ۱۲ ماشومان وژل شوي وو. حزب الله وویل نورې حملې به د اسرایل دننه کولی شي خو د نن ورځې دپاره عسکري عملیات سره ته ورسېدل.

په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی د زیاتېدو له امله امریکې په سیمه کې خپل ځواکونه مظبوط کړي دي او د امریکې د دفاع وزارت، پېنګان، د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل د هېواد د دفاع وزیر لواېډ اسټن دوه سمندرې بېړې په منځني ختیځ کې د ګمارل کېدو امر کړی دی. دغه اعلان د اسرایلي وزیراعظم یواو ګېلانټ سره د اسټن د خبرو اترو په اړه په یو بیان کې شوی دی.

د امریکې د جواینټ چیفس اف سټاف مشر ايرفورس جنرل سي کیو براون دا مهال د سيمې په دوره دی چې په کې به هغه اسرایل، مصر او اردن ته ورځي.

په غزه کې د طبي امداد ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز د اتوار، يکشنبې، په ورځ ناوخته وویل د اسرایل د انخلا د احکاماتو به نتیجه کې په سلګونو زرګونه بې کوره خلک مجبور شوي چې د ۴۱ مربع کېلومېټر په علاقه کې پناه واخلي.

فلسطینیانو د انخلا ورستی امر د مرکزي غزه به دیر البلح سیمه کې د العقصا هسپتال سره نږدې ورکړی شوی. په دغه سیمه کې په سلګونو خلکو پناه اخیستې ده.

ډاکټرز ود اوټ بارډرز وویل هسپتال سره قریباً په ۲۵۰ ميټره فاضله کې د چاودنې وروسته د زخمیان درملنه په ځنډولو سوچ کوي. ادارې په یو بیان کې وویل ټول فریقېن باید د هسپتال او طبي امداد ته د لاس رسي د زخمیانو د مریضانو د حق احترام وکړي.

په غزه کې د ډز بندۍ دپاره خبرې اترې په قاهره کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ بې ثمره ختمې شوې.

امریکا، مصر او قطر کوښښونه کوي چې په غزه کې ډز بندي وشي، د حماس د ولکې نه اسرایلي یرغمالان او د اسرایل د قېد نه فلسطینیان ازاد کړی شي او غزه ته انساني امداد زیات کړي شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG