لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران به څلور امریکایان د زندان نه په کور نظر بندۍ ته انتقال کړي



د انساني حقونو وکیل جېرېډ ګېنسر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکايي قیدیان به د تهران د اوین زندان نه د نظر بندۍ دپاره یو هوټل ته منتقل کړی شي او د حفاظت ذمه واري به يې د ایراني محافظین په غاړه وي
د انساني حقونو وکیل جېرېډ ګېنسر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکايي قیدیان به د تهران د اوین زندان نه د نظر بندۍ دپاره یو هوټل ته منتقل کړی شي او د حفاظت ذمه واري به يې د ایراني محافظین په غاړه وي

یو امریکايي وکیل ویلي ایران به هغه څلور امریکایان چې په زندان کې دي په کور نظر بندۍ ته منتقل کړي. دغه پرمختګ په داسې حال کې شوی چې تهران د تېرو څو میاشتو راهسې واشنګټن سره د قیدیانو تبادلې د امادګۍ اظهار کړی دی.

د انساني حقونو وکیل جېرېډ ګېنسر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکايي قیدیان به د تهران د اوین زندان نه د نظر بندۍ دپاره یو هوټل ته منتقل کړی شي او د حفاظت ذمه واري به يې د ایراني محافظین په غاړه وي.

دا چې امریکایان به کوم ځای ته منتقلېږي، دا معلومات نه دي څرګند کړی شوي.

د دریو امریکایانو شناخت سیامک نمازی، عماد شرقی او د مراد طاهباز په نومونو شوی دی. د څلورم قېدي نوم نه دی ښکاره کړی شوی.

کېنسر د امریکايي قیدیانو اوین نه د بهر منتقلېدل اهم پرمختګ وبللو خو زیاته کړه چې داسې څه ضمانت نشته چې مخکې په څه کېږي.

امریکايي وکیل زیاته کړه چې یوه امریکايي ښځینه قېدي مخکې د اوین زندان نه نظربندۍ ته منتقل کړی شوي ده.

نمازي په کال ۲۰۱۵ کې ایران ته د کاروباري سفر په مهال نیول شوی او د ښمن ملک سره د تعلق الزام پې لګول شوی و. هغه د ایران او امریکې غبرګ شهریت لري.

طاهباز د موسمیاتو ماهر دی او د شرقي کاروباري تن دی. دواړه په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کې ګرفتار کړی شوي وو. دوي هم د ایران او امریکې غیرګ شهریت لري.

د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ویلي وو چې دري واړه کسان په ناجایز ډول نیول شوي.

د ایران د اوین زندان نه د امریکايایانو د منتقلۍ په اړه خپل رپورټ کې د امریکې نیویارک ټایمز اخبار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل دغه پرمختګ ایران سره د معاهدې په نتیجه کې شوی دی چې په نتیجه کې به يې دواړه ملکونو د قیدیانو تبادله کېږي. اخبار دا هم ویلي چې امریکا به ایران ته پېسې هم ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې نیکي چېنګ د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG