د ایران عدليي ویلي يو پخواني ترجمان چې حکومت پرې د امریکې او اسرایل دپاره د جاسوسي الزام لګولی و او د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني په معلوولو کې یې د امریکې مرسته کړې وه، اعدام کړی شو.
جنرل قاسم سلېماني سږکال د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی.
اعدام شوی تن محمد موسوي مجد په کال ۲۰۱۸ کې ګرفتار شوی و.
بلخوا، په لکونو خلکو په سوشل میډیا هغو دریو کسانو ته د مرګ سزاګانو په ورکړی کېدو احتجاجونه کړي دي چې د نومبر په میاشت کې حکومت په ضد د مظاهرو په لړ کې نیول شوي وو.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ د سزا شویو کسانو وکیل بابک پاکنیا وویل د امیرحسین مرادي، سید تمجیدي او د محمد رجبي، چې خپلو کې سره ملګري دي، اعدام کېدل یې ځنډول شوي دي.
د ایران حکومتي ټېلې وژن وویل سپریم کورټ د دریو واړو مقدمې ته د بیا کتنې فېصله کړې ده.
د انساني حقونو فعالان وايي دریو واړو کسانو ته د سزا ورکولو هدف په اینده کې مظاهرو او په احتجاجونو کې د خلکو د برخه اخیستلو مخه نیول دي.
په عین حال کې د ایران ارنا خبري ادارې د پولیس له قوله ویلي په بهابان ښار کې هغه کسان یې نیولي دي چې د پولیس په وېنا په یوه غیرقانوني او دود ماتوونکي غونډه کې یې شرکت کړی و. د نیول شویو کسانو شناخت او شمېره نه ده څرګنده کړی شوي.