د ایران صدر حسن روحاني ژمنه ښودلې چې د خپل هېواد د ستر جوهري ساینسپوهه محسن فخري زاده د وژنې انتقام به ضرور اخلي. روحاني او د ایران نورو مشرانو، د فخري زاده په وژنه کې اسرائیل ذمه وار ګرځولی دی.
خو ځیني سفارتکاران او څېړونکي وایي، دوی فکر نه کوي چې ایران به د فخري زاده انتقام په فوري توګه واخلي. نهه پنځوس کلن محسن فخري زاده چې یو پوځي ساینسپوهه و، په یو ډېر حساب شوي پلان، د جمعې په ورځ ووژلی شو او دا سږکال د ایران دویم جګپوړی پوځي افسر و چې په هدفي وژنه کې له منځه ولاړ. د سږکال په سر کې د ایران د سپاه قدس مشر جنرال، قاسم سلیماني، په عراق کې د امریکایي ډرون په بمبارۍ کې ووژل شو. هغه وخت د قاسم سلیماني له ښخېدو څو ګېنټې پس، ایران د انتقام اخیستو په هدف، په عراق کې د امریکا په پوځي مرکزونو د میزاییلو بریدونه وکړل.
دغه څېړونکي وایي چې ایران دا ځل د فخري زاده د وژل کېدو نه پس به خپله غچ اخیستنه وځنډوي، ځکه د دوی په وینا، ایران ډاریږي چې که اوس څه کار وکړي، نو ممکن د صدر ټرمپ لخوا، چې د واک موده یې په ختمېدو ده، د کوم قهرجن پوځي جواب سره مخامخ شي. همدا رنګه د ایران مشران ښایي دا ټکی هم په پام کې وساتي چې که د انتقام اخیستو کوم ګام واخلي، نو هسې نه چې د سفارتي اړیکو دپاره د امریکا د منتخب صدر جو بایډن آینده پلانونه خراب نکړي.
په واشنګټن کې د فاونډېشن فار ډېفېنس آف ډېماکراسيز (د جمهوریتونو د دفاع دپاره تحقیقاتي تنظیم) یو څېړونکی جاناټن شانزر وایي: "د بایډن انتظامیې د راتلو په درشل کې به دا [د ایران] لویه غلطه محاسبه وي. که ایران د کوم ډول حملې تابیا وکړي، او یا داسې د تشدد فعالیتونو کې ښکېل شي چې په هغه کې ذمه وار د ایران رژیم راوځي، دا به، زما په خیال یوه غټه غلطي وي چې سمېدای به نشي."
شانزر زیاته کړه چې که ایران د دې غوښتونکی وي چې د جوهري پروګرام په سبب یې عالمي فشار ورباندې کم شي، نو انتقام اخیستل به یې لویه غلطي وي.
بایډن ویلي و چې هغه غواړي امریکا بېرته د ایران او نړېوالو د هغې جوهري لوظنامې غړی کړي کوم چې په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوه خو بیا وروسته صدر ټرمپ له هغې لوظنامې نه امریکا وایستله.
د خارجه وزارت دپاره د بایډن نومل شوی وزیر ټوني بلېنکن په اګست میاشت کې ویلي و چې هیله من دی د ایران سره جوهري لوظنامې په سر بېرته خبرې وشې او دا لوظنامه "لا غښتلې او لا اوږدمهاله" شي.
اسرائیل د فخري زاده د وژنې ذمه واري نده اخیستې، خو دا یې هم ندي ویلي چې په دې وژنه کې اسرائیل لاس نلري. بل اړخ ته امریکایي چارواکو ویلي چې امریکا د فرخي زاده په وژنه کې لاس نلري.
یاده دې وي چې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ پورې د ایران په پلازمېنه تهران کې هم څلور جوهري سایسنپوهان د هدفي وژنو نښه وګرځېدل. پوځي ماهرین وایي، د هغو وژل کېدل او د محسن فخري زاده وژل کېدل سره یو ډول ښکاري.
د مشرق وسطا ځیني کارپوهان وايي چې ګومان نه کیږي د فخري زاده وژل کېدل دې د ایران په جوهري پروګرام اثر واچوي.
په واشنګټن کې د جرمن مارشال فنډ په نوم د یوې تحقیقاتي ادارې څېړونکې آرین طباطبائی پخپل ټویټر پاڼې لیکلي، "فخري زاده د ایران جوهري پروګرام ته داسې و لکه سلیماني چې د ایران پراکسي یا ګوډاګي نېټ ورک ته و. هغه د دې پروګرام په ترقۍ او د هغه ملاتړ ته د هډانې جوړولو په برخه کې اغېزمن کردار درلود، داسې چې مرګ یې د ایران د جوهري منصوبې په راهدارۍ کوم ژور اغیز وانه چوي."
مېرمن طباطبائي زیاتوي چې ایران به انتقامي کاروایي وکړي.
خو ځیني نور بیا وایي چې ایران به د یوې څه مودې دپاره د انتقام عمل ترسره نکړي. د دهشتګردۍ سره د مبارزې د چارو یو برطانوی څېړونکی اولیور ګیټا وي او اې ته وویل، "هغوی ځنډ کوي، او په ډېر حساب سره د خپلو حملو دپاره آماده ګي نیسي."
اسرائیل په ټوله نړۍ کې د خپلو سفارتخانو امنیت مضبوط کړی دی او یهودي مرکزونو ته یې هم ویلي چې ځان دې خبرداره ساتي.
په ۱۹۹۲ کال کې چې د حزب الله ډلې مشر عباس موسوي د لبنان په جنوب کې ووژل شو، نو د ارجنټاین په سرښار بوینس آیرس کې د اسرائیل په سفارتخانې بمي برید وشو. د ارجنټاین سرکاري وکیلانو وویل چې هغه حمله د ایران په هدایت ترسره شوې وه او پکې ۲۹ تنه ووژل شول.
په ۲۰۱۲ کې په هند او ګرجستان (جورجیا هېواد) کې د اسرائیل د سفارتکارانو په ګاډو بمونه کښودل شول. په جورجیا کې بمي برید ونشو (بم ونه چاودېد) خو په نوې ډهلي کې بمي چاودنه وشوه او د اسرائیل د سفارت یو کارکوونکی پکې زخمي شو. اسرائیل وروسته وویل چې د دغو بریدونو ذمه وار ایران دی.
همدا راز ویل کیږي چې ممکن د ایران سره د انتقام یوه بله لاره دا وي چې په اسرائیل د ډرون حمله وکړي، هغه داسې چې ډرون د شام نه والوزوي، لکه په ۲۰۱۸ کال کې چې د اسرائیل قواوو داسې یو ډرون ویشتلی و.