لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو ایران د ښځو د چارو د کمیشن څخه ویستلو


د ایران سفیر امیر ایراني غونډې ته وویل چې د امریکا دا اقدام سیاسي انګیزه وه او تورونه یې د "بې بنسټه ادعاوو او جعلي دلیلونو" پر بنسټ دي
د ایران سفیر امیر ایراني غونډې ته وویل چې د امریکا دا اقدام سیاسي انګیزه وه او تورونه یې د "بې بنسټه ادعاوو او جعلي دلیلونو" پر بنسټ دي

د ملګرو ملتونو ایران د ښځو سره د ناوړه چلند په سر د چهارشنبې یا شورو په ورځ د ښځو د چارو له سازمان څخه بهر کړو.

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو د کمیشن غړو دا ګام په ایران کې د سوله ایزو لاریونونو او د ښځو او انجونو په وړاندې د حکومت د زورزیاتي، تبعیضي پالیسیو او روان کړکیچ له امله اخیستی.

"مهسا امیني یوازې غوښتل چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي. هغې غوښتل یوه کورنۍ پیل کړي. هغې غوښتل چې یو عادي، خوشحاله ژوند وکړي. هغه یوازې یوه زده کوونکې وه. خو اوس هغه یوه شهیده ده. "

دا خبرې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرین فیلډ د هغې ۲۲ کلنې ایرانۍ ښځې په اړه وویل چې د سپټمبر په نیمایي کې د دغه هیواد د اخلاقي پولیسو له خوا نیول او په توقیف کې د مړینې له امله د میاشتو لاریونونه راپاریدلي دي.

ټوماس ګرینفیلډ د امیني په اړه وویل: "موږ پوهیږو چې هغه د یوې ښځې په جرم وژل شوې وه. او د اوږدې مودې لپاره، ډیری وختونه، دا په ایران کې دومره غیر معمولي خبره نه وه."

ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزه شورا چې ۵۵ غړي لري، پرون چهارشنبې په غونډه کې ایران د ښځود موقف په اړه کمېسیون کې د ایران د پاتې مودې، یعنې تر۲۰۲۶ کال پورې غړیتوب په ۲۹ موافقو رایو سره وځنډاوه. په دې اړه پریکړه لیک ته اته مخالفې رایې ورکړل شوې او ۱۶ غړیو سپینې رایې وکارولې.

چین او روسیه هغه هېوادونه و چې له پرونۍ رایې اخیستنې سره یې مخالفت څرګند کړی.

د امریکا لخوا تیار شوي پریکړه لیک کې یوازې د هو او نه رایو اکثریت ته اړتیا وه؛ د غیرحاضري رایې ندي شمیرل شوي.

په ایران کې د تېرو دریو میاشتو په مظاهرو کې د ۶۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵۰ مظاهره کوونکي وژل شوي دي. په دې میاشت کې ۱۴ زره نور اعتراض کوونکي نیول شوي او دوه نارینه مظاهره کوونکي اعدام شوي دي.

د ایران سفیر امیر ایراني غونډې ته وویل چې د امریکا دا اقدام سیاسي انګیزه وه او تورونه یې د "بې بنسټه ادعاوو او جعلي دلیلونو" پر بنسټ دي.

"نن، موږ د ایراني خلکو، په ځانګړې توګه د ایراني ښځو په وړاندې د امریکا د دښمنۍ پالیسي یو بل ثبوت شاهدان یو چې د بشري حقونو څخه د دفاع په پلمه کیږي.

هغه وویل چې دا اقدام یو خطرناک مثال جوړوي او د چین مرستیال سفیر موافقه وکړه.

یو شمیر هیوادونو په دې ټاکنې او رایو اندیښنه څرګنده کړه، پداسې حال کې چې روسیې هڅه وکړه چې د یو طرزالعمل اقدام سره رایې وځنډوي چې ناکامه شوه.

مکسیکو هم د ECOSOC د 16 غړو څخه و چې ډډه یې وکړه او ووییل:

"موږ باور لرو چې دا غوره ده چې ایران په CSW کې شامل وي."

" که موږ په دې لاره پرمخ هم ولاړ شو نو موږ باور لرو چې دا به په حقیقت کې د ښځو وضعیت او واقعیت بدل نه کړي."

یو شمیر غړو چې د پریکړه لیک ملاتړ کوي د لاریون کونکو منتر ته یې وویل: "ښځې، ژوند، آزادي."

د اسټرېلیا سفیر ویلي، نړیواله ټولنه نه شي کولای د مهسا امیني او مظاهره چیانو وژنه بې ځایه پریږدي.

د ملګرملتونو د ښځو چارو په اړه کمېشن په ۱۹۴۶ م کال جوړ شوی چې د ښځو د ځواکمن کېدو او جنسیتي برابریو څارنه کوي.

د بشري حقونو ډلو د ایران حساب ورکونې په لور د لومړي ګام په توګه د ښځو له کمیسیون څخه د ایران د ایستلو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې لا ډیر کار ته اړتیا ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG