لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران کې صدارتي ټاکنې روانې دي


په ايران کې د صدراتي ټاکنې دپاره د جمعې په ورځ د ووټونو ورکول پيل شوي اؤ شپږ اميدواران په ميدان کې ولاړ دي .
په ټاکنو کې بريالى اميدوار به دايران دموجوده صدر محمود احمدي نژاد ځايې نيسي څوک چې دوه ځله پرله پسې دايران صدر ټاکل شوى ؤ اؤ ددغه هيواد دائين لۀ مخې په دريم ځل نۀ شي کولى چې صدارتي انتخاباتو کې برخه واخلي.
په دغه صدارتي ټاکنو کې په لمړي سر د 600ؤ څخه زياتو اميدوارانو خوښي ښکاره کړې وه خو دايران واکمنې شورا نگهبان شپږ اميدواران د انتخاب دپاره وړ گرځولي وؤ.
دوؤ اميدوارانو اوس اوس د ټاکنو د زغل څخه ځانونه ويستلي وؤ.
کوم شپږ اميدواران چې اوس مهال دايران په صدارتي ټاکنه کې برخه اخلي په هغوئ کې دايران د جوهري چارو په هکله د خبرو واک لرونکى سعيد جليلي،منځ لارى مشر حسن روحاني اؤ د پلازمينې تهران مئير محمد باقر قاليباف د ذکر وړ دي.
دايران اعلي رهبر اؤ روحاني پيشوا ايت الله خامنه اى دايراني اولس څخه په دغه ټاکنه کې د برخې اخستو غوښتنه کړې دهس
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG