د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د لبنان د سفر په مهال د جمعې په ورځ امید څرګند کړو چې د سفارتي مذاکراتو دلارې د ایران او سعودي عرب سفارتي تعلقات بحالېدلی شي.
په کال 2016 کې په سعودي عرب کې د شیعه عالم نمر النمر د اعدامېدلو وروسته په ایران احتجاجونه راوپارېدل، مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي عرب په سفارتخانه او په مشهد ښار کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ حملې وکړې او د دې وروسته سعودي عرب ایران سره سفارتي تعلقات قطع کړل.
امیر عبداللهیان په بېروت کې خبري غونډې ته وویل "مونږ تیار یوو چې تعلقات بحال کړوو" او داسې ګام د هغه په قول د سيمې دپاره مثبتې نتېجې ولري.
تېره میاشت د ترکي او د شام د خارجه وزیرانو د ملاقات نه پس امیر عبداللهیان د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې د بهترۍ هرکلی وکړو.
سعودي عرب او ایران د شام او د یمن په شان سیمه اییزو شخړو کې د مخالفو ډلو حمایت کوي.
سعودي عرب سره د تعلقاتو ښه کېدو په لړ کې عبداللهیان وویل لومړی ګام خو به دا وي چې د په مشهد کې د سعودي عرب کونسلخانه او په جده کې د ایران کونسلخانه د بیا پرانېستل کېدو دپاره دې مذاکرات شروع کړی شي چې دا ډول د دواړو ملکونو خلک کولی شي چې زیارتونو ته تګ وکړی شي. "څنګه چې مونږ ته وینو، سعودی عرب تعلقاتو په بحالۍ کار کولو ته په مکمله توګه تیار نه دی."
د کال 2021 د اپرېل د میاشت راهسې عراق د ایران او سعودي عرب ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب کړی دی خو د تېر کال د اپرېل د میاشت راهسې د دغو خبرو په اړه په عامه کچه څه نه دي وویل شوي.
امیر عبداللهیان وویل تېر کال د جولای په میاشت کې د امنیتي چارواکو په کچه خبرې وشوې او ایران تیار دی چې په لوړه سیاسي سطح خبرې وشي.
تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې په ایران کې د احتجاجونو راپارېدلو وروسته تهران په ریاض الزام "غېر دوستانه رویې" الزام ویې وېل چې سعودي عرب د ایران د حکومت د مخالف تحریک ملاتړ کوي.
ایران د لبنان او د عراق په سیاست اثر لري او په دواړو ملکونو کې د مسلح ډلو مرسته هم کوي.
امیر عبداللهیان په لبنیان کې د جمعې په ورځ د خپل هم منصب عبدالله بو حبیب او د نګران وزیراعظم نجیب میکاتي او د لبنان نورو چارواکو سره ولیدل.
امیر عبداللهیان د ایران پلوه ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله سره هم ولیدل. د ملاقات په اړه د حزب الله یو بیان وویل چې دواړو مشرانو په اسرایل کې د "کرپټ او د انتهاپسندو" د حکومت جوړېدو نه پس په راپورته کېدونو ممکنه خطراتو خبرې وکړې.
د ډسمبر په اخیره کې د اسرایل په تاریخ کې د ټولو نه زیات د ښي لاس حکومت د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په مشرۍ کې اقتدار سمبال کړو. اسرایل د لبنان په شمال کې پروت دی.
په اسرایل کې نوي حکومت د اسرایل او د فلسطیني ډلو ترمنځ د تاو تریخوالي د زیاتېدو په اړه تشویش راپارولی دی.
د شام سرکاري اخبار الوطن وویل د لبنان نه پس به د ایران خارجه وزیر د خالی، شنبې، په ورځ دمشق ته سفر کوي.
امیر عبداللهیان په داسې حال کې د شام دوره کوي او چې د شام او د ترکي تعلقات ښه شوي دي. ایراني وزیر د شام او ترکي ترمنځ د مذاکراتو په شروع کېدو خوښي څرګنده کړه.
ترکي د شام صدر بشارالاسد مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. خو د یوې لسیزې د زیات جنګ نه وروسته چې شام پکې د روس او ایران په مرسته خپلې علاقې بېرته نیولي دي، شام او ترکي په تعلقاتو کې بهتري راغلې ده.
د ډسمبر په میاشت کې د ترکي او د شام د دفاع وزیرانو په ماسکو کې ملاقات وکړو.
بشارالاسد د زیارت، پنجشنې، په ورځ وویل د ماسکو په منځګریتوب د ترکي او شام د سولې په نتیجه کې پکار ده ترکي د شام په ځینو برخو قبضه ختمه کړي.
هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ترکي خارجه وزیر مالوت چاوسوګلوو وویل د دفاع د وزیرانو د ملاقاتو نه پس به د دریو واړو ملکونو خارجه وزیران غونډه کوي.
ترکي سره د شام د تعلقاتو ښه کېدلو د شام د حکومت مخالفین د تشویش سره مخامخ کړي دي چې زیاتره په هغو سیمو کې دي چې انقره پې په غیر مستقیم ډول حکومت کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي