لاس رسیدونکی لینک

 
ایران وايي خلا ته د سیارې رسولو کوښښ یې ناکامه شوی
تازه خبر

ایران وايي خلا ته د سیارې رسولو کوښښ یې ناکامه شوی


د ایران د دفاع وزارت ترحمان احمد حسېني خلا ته د ایران د سیارې رسوولو په اړه یو دستاوېزي پروګرام کې وویل هغه راکټ چې د ځمکې مدار ته سیاره رسوي پکار ده چې په یو منټ کې د 7600 مېټره نه په زیات رفتار سفر کې وکړي. هغه زیاته کړه ایرانی راکټ په یو منټ کې 7350 مېټره رفتار ته رسېدلی و
د ایران د دفاع وزارت ترحمان احمد حسېني خلا ته د ایران د سیارې رسوولو په اړه یو دستاوېزي پروګرام کې وویل هغه راکټ چې د ځمکې مدار ته سیاره رسوي پکار ده چې په یو منټ کې د 7600 مېټره نه په زیات رفتار سفر کې وکړي. هغه زیاته کړه ایرانی راکټ په یو منټ کې 7350 مېټره رفتار ته رسېدلی و

د ایران د دفاع وزارت ویلي په خلا کې د ځمکې مدار ته د سیارې رسولو د ایران کوښښ د راکټ د کم رفتار په سبب ناکامه شوی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د دفاع وزارت ترجمان په حکومتي ټېلې وژن د جمعې په ورځ نشر شوو خبرو کې دغه اعلان وکړو.

د رویټرز ترمخه امریکې، فرانس او جرمني خلا ته سیارې لېږلو د ایران په کوښښ تنقید کړی دی.

د ایران د دفاع وزارت ترحمان احمد حسېني خلا ته د ایران د سیارې رسولو په اړه یو دستاوېزي پروګرام کې وویل هغه راکټ چې د ځمکې مدار ته سیاره رسوي پکار ده چې په یو منټ کې د 7600 مېټره نه په زیات رفتار سفر وکړي. هغه زیاته کړه ایرانی راکټ په یو منټ کې 7350 مېټره رفتار ته رسېدلی و.

ایران خلا ته د سیارې لېږلو ازمایښ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په داسې مهال وکړو چې د کال 2015 د ایران اېټمي معاهدې د بحالولو دپاره د ایران او مغربي قوتونو ترمنځ خبرې دوام لري. امریکا په دغو مذاکراتو کې په غیر مستقیم ډول شرکت کوي.

رویټرز وايي ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو د مزایلو ترټولو لوی پروګرام لري د دې نه یې وړاندې هم خلا ته د سیارو لېږلو کوښښونه کړي دي خو د ټېنېکي وجوهاتو په سبب د ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د رویټرز ترمخه واشنګټن خلا ته د سیارو لېږلو د ایران په کوښښونو تشویش څرګند کړی دی او جرمني غوښتلي چې ایران دې خلا ته د راکټونو لېږل ودروي.

جرمني ويلي د ایران دغه کوښښونه د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونس د قرارداد خلاف ورزي کوي. د رویټرز په رپورټ کې ویل شوي چې فرانس هم د جمعې په ورځ وویل چې د ایران کوښښونه د سیکورټي کاونسل د قرارداد خلاف ورزي ده.

رویټرز وویل ایران کوښښ کولو چې درې تحقیقاتي الات خلا ته ورسوي.

د رپورټ ترمخه ایران دا خبره ردوي چې د خلايي پروګرام په شا د بېلېسټېک مزایلو پروګرام په وړاندې بیايي او یا دا چې دغه کوښښونه د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG